ایران له افغانستان سره ورزشي ملګرتیا ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100984-ایران_له_افغانستان_سره_ورزشي_ملګرتیا_ته_تیار_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اولمپیک د ملي کمیټۍ مشر سید رضا صالحي امیري وویل ایران له افغانستان سره د ورزشي ملګرتیا لپاره چمتو دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2021 07:39 Asia/Kabul
  • ایران له افغانستان سره ورزشي ملګرتیا ته تیار دی

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اولمپیک د ملي کمیټۍ مشر سید رضا صالحي امیري وویل ایران له افغانستان سره د ورزشي ملګرتیا لپاره چمتو دی .

هغه نن د اولمپیک د ملي کمیټۍ په ودانۍ کښې د افغانستان له هم څنګ سره په کتنې کښې وویل له ډيرې مودې راهسې مو دلچسپۍ لرله چې له دوست او ورور هیواد افغانستان سره د ورزش په برخه کښې ګډه ملګرتیا ولرو .

صالحي  وویل د ایران د ورزش او د ځوانانو د وزارت اولمپیک ملي کمیټۍ له افغانستان سره د هرډول ورزشي ملګرتیا لپاره چمتووالی اعلانوي .

د افغانستان د ورزش وزیر او د اولمپیک د ملي کمیټۍ مشر حفیظ الله ولي رحمي هم په دغه کتنې کښې وویل مونږ له ایران سره  ورزشي ملګرتیا ته زیاته دلچسپۍ لرو خو کورونا ویروس دغه کتنه وځنډوله .

هغه وویل د افغانستان ورزش برخه خپل خاص مشکلات لري او مونږ ګروهنه لرو له ایران سره په ورزشي ملګرتیا سره دغه کمزورتیا ختمه کړو او دغه سفر د افغانستان لپاره ستره بریا ده .

د ایران د اولمپیک د ملي کمیټۍ مشر رضا صالحي امیري د  کتنې په پاې کښې د افغانستان هم څنګ ته په وینا کښې وویل د ایران د ورزشونو ادارې په ایران کښې د  ټیمونو په ګډون سره د ورزش د اولمپیاد  ترسره کولو ته چمتو دی او حتی مونږ دغه چمتووالی لرو چې په کابل کښې دغه ورزشونه وشي او په دې زمینه کښې د دغه کار د ترسره کولو لپاره کمیټه جوړه شي او انګیزه د دوو (۲) هیوادونو ترمینځ د دوستۍ نندرې ته وړاندې کول او د تجربې انتقالول دي .

د افغانستان د  اولمپیک د ملي کمیټۍ مشر حفیظ الله ولي رحمي هم د ایران د اولمپیک د ملي کمیټۍ دمشر صالحي د وړاندیز هرکلی وکړ .