له استعماري دسیسو سره سره د ایران ولس سرلوړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101152-له_استعماري_دسیسو_سره_سره_د_ایران_ولس_سرلوړی_دی
د حضرت امام خمیني دملکوتي رحلتن  د دوه دیرشمې کلیزې په درشل کې د حضرت امام خمیني د سیاسی لیدتوګې  په باب نړیوال تخصصي کنفرانس پرون  دحضرت امام خمیني په حرم کې ترسره شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2021 01:08 Asia/Kabul
  • له استعماري دسیسو سره سره د ایران ولس سرلوړی دی

د حضرت امام خمیني دملکوتي رحلتن  د دوه دیرشمې کلیزې په درشل کې د حضرت امام خمیني د سیاسی لیدتوګې  په باب نړیوال تخصصي کنفرانس پرون  دحضرت امام خمیني په حرم کې ترسره شو .

 ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړی ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  پرون ناوخته د حضرت امام خمینی  له نظره ، دسیاسی کړچار  په ویډیوئي نړیوال ویبینار کې  پخپلې وینا کې  دنړیوال نظام په بدلون کې  د ایران د اسلامی انقلاب  پر رول په ټینګار سره روښانه کړې ده ، دایران اسلامی انقلاب او حضرت امام خمیني  په ښه ډول وښودله ،  چې مادي قدرت ، په نړۍ کې د قدرت د  جوړونې یوازینۍ مولفه نه ده  او دا  ولسی هوډ او پر ولس تکیه  کونکی ځواک دی چې  په نړیوال نظام کې  برخلیک ټاکونکی رول لوبولی شي .

 دایران خارجه وزیر  دې ته په اشارې سره  چې دنړۍ په لویدیځ اوختیځ کې  کې هیڅ یو قدرت  نه غوښتل ، د ایران اسلامی انقلاب کامیاب شي ، زیاته کړې ده ،  حضرت امام خمیني  وښودله چې  د خلکو په غوښتنې په تکیې سره د زبرځواکونو پر مادي قدرت برلاسه کیدلی او د  هغوی  خلاف برخلیک ترلاسه کیدلی شي .

  جواد ظریف  په دغې وینا کې ووئیل هرڅومره ستر قدرتونه ، پر خپلو مادي قدرتونو باندې تکیه کوي  او  د نورو  هیوادونو په ضد ددباؤ د اعمالولو او دوي ته د ګوزار د ورکولو توان ولرل  شي ، خو دنړۍ  پر برخلیک او حالاتو بشپړ کنټرول نشي ترلاسه کولی ، هماغه ډول چې  اسلامی انقلاب  وښودله  ،  په ولس باندې په باؤر او پر الهي برلاسه قدرت باندې  په ایمان سره دزبرځواکونو پر پلانونو برلاسه کیدلی شي .

د حضرت امام خمیني دملکوتي رحلتن  د دوه دیرشمې کلیزې په درشل کې د حضرت امام خمیني د سیاسی لیدتوګې  په باب نړیوال تخصصي کنفرانس پرون  دحضرت امام خمیني په حرم کې ترسره شو .