د ایران د مرکچي پلاوي مشر وویل:
د برجام یا ایټمي موافقې غړي او امریکایان باید اوس فیصله وکړي
د ایران د ایټمي مرکچي پلاوي مشر سید عباس عراقچي بېګا په ویانان کې د برجام د ګډ کمېسیون د مذاکراتو د پینځم پړاو له ختمېدو وروسته په دې بیان سره چې د مذاکراتو راتلونکی پړاو ممکن، اخري پړاو وي وویل: ایټمي موافقې ته د امریکا ستنېدل، د هغوي د دروغ رښتیا معلومول او له هغې وروسته په برجام کې خپلو ژمنو ته د ایران ستنېدل، باید په داسې شکل چې دواړه لوري پرې سلا وي او د ایران ګټې هم خوندي کړي، اجرایي شي.
عراقچي وویل: د مذاکراتو په مختلفو برخو پورې اړوند متنونه لیکل شوې خو لا اخري موافقې ته رسېدلو ته ډېر واټن پاتې دی.
د ایټمي موافقې د ګډ کمېسیون غونډه بېګا ماښام د ایران او پینځه جمع یو ډلې هیوادونو د استازو په ګډون په ویانا کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې وټاکل شوه چې د کارپوهانو په سیوه د خبرو اترو او تماسونو د دوام په ترڅ کې، د پلاویو مشران څو ورځې د سلا مشورو لپاره خپلو پلازمېنو ته ستانه شي او مذاکرات په راتلونکو ورځو کې بیا له سره پېل شي.
اسلامي ایران ټینګار کړی دی هغه وخت به په ایټمي موافقې کې خپلو ژمنو ته ستون شي چې امریکا د ایران په خپل ټول بندیزونه عملا لغوه کړي او د ایران له خوا وازمایل شي.