طالبانو د نورستان ولایت دواب ولسوالۍ ونیوله
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د نورستان ولایتي ادارې چارواکو منلې چې د دې ولایت په لویدیز کې د دواب ولسوالي دطالبانولاسته لویدلې ده .
ځایي چارواکو ویلي چې د دواب ولسوالۍ پرسونل د سیمې د مخورو په منځګړتوب په خوندي توګه وتلي دي او په ولسوالۍ کې هیڅ دول جګړه او تاوتریخوالی نه دی رامنځته شوی
په سیمه کې عینی شاهدانو ویلي چې د نورستان ولایت د مندول ولسوالۍ کارکوونکو هم له تیرو دوه (2)کالو راهیسې د دواب په ولسوالۍ کې خپلې چارې ترسره کولې چې په دې توګه هغوې هم په خپله مخه تللي دي.
طالبانو هم خبري رسنیو ته ویلي چې تیر ماښام یې د نورستان په لویدیز کې د دواب ولسوالۍ کنټرول په لاس کښې اخیستی دی .
د نورستان ولایت ټولې ولسوالۍ له مرکز پاورن سره د موټرو د تګ راتګ لار نه لري دهمدې امله یې سقوط هم پر پارون اغیز نلري خو د نورستان په لویدیز کې د نورګرام ولسوالي چې د لغمان له دولت شاه ولسوالۍ سره په پوله پرته ده د دواب او منډول ولسوالیو سقوط به د دې ولسوالۍ پر امنیتي وضیعت ناوړه اغیز وکړي .
دنورګرام څنلګورې ولسوالي دولت شاه له وړاندې طالبانو نیولی ده .