په انتخاباتو کې د ولس ولولناک ګډون د راتلونکوبندیزونو ملاماتوي
د ایران خارجه وزیر وئيلي ، دغه پراخ ګډون به ، دهغو صهیونیسټانو او اقتصادي ترهه ګرو او سرزورو دنهیلي کولو سبب شي،چې له ایرانه د ویرولو او دنړیوالې ایټمي موافقې له بریاؤ سره په مخالفت سره ئې ، دبندیزونو زیاتولو او دتعامل ناکامولو ته تمه دارې سترګې نیولي دي .
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن په هغې ویډیو کې چې پخپل ټولنیز چینل کې ئې خپره کړې ،وئيلی دي ، په انتخاباتو کې د ولس پراخ ګډون نه یوازې د بندیزونو لغوه کیدا چټکه کوي ، او د ایران دیړني ملت په ضد داقتصادي جنګ بنسټونه به ونړوي ، بلکې ، راتلونکي بندیزونه ه م شنډوي .
جواد ظریف دې ته په اشارې سره چې ولس د هیواد دپرمختګ ، سرلوړۍ ، امنیت او دآزادۍ تر ټولو ا غیزشیندونکی ضامن دی ، وئيلي دي ، دخپل برخلیک په ټاکنې کې د ولس پراخ او ه وښیار او ځير ګډون ، ملي قدرت نندارې ته وړاندې کوي ، په نړیواله سویه دملی ګټو ساتنه کوي او د رغنده نړیوال تعامل لپاهر اصلي ملاتړی دی .