د انتخاباتو ورځ د ايران د ملت ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101836-د_انتخاباتو_ورځ_د_ايران_د_ملت_ورځ_ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د انتخاباتو ورځ د د ايران د ملت ورځ وبلله او وې فرمايل: نن اصلي مېدان لرونکي او ډګر چلؤنکي د ايران عوام دي چې د رائې صندوقونو ته په حاضرېدو او د رائې په ورکولو سره په حقيقت کښې د راتلونکو کلونو لپاره د هېواد کلي او بنيادي دنده ټاکي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 18, 2021 12:29 Asia/Kabul
  •  د انتخاباتو ورځ د ايران د ملت ورځ ده

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د انتخاباتو ورځ د د ايران د ملت ورځ وبلله او وې فرمايل: نن اصلي مېدان لرونکي او ډګر چلؤنکي د ايران عوام دي چې د رائې صندوقونو ته په حاضرېدو او د رائې په ورکولو سره په حقيقت کښې د راتلونکو کلونو لپاره د هېواد کلي او بنيادي دنده ټاکي.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن سحر د تهران په اوۀ بجې د امام خمېني (رح) نومې امامبارګاه کښې د ۱۱۰ ګرځنده صندوق په ځاے کښې په حاضرېدو سره په انتخاباتو کښې شرکت وکړ او خپله رائې يې صندوق کښې واچوله.

حضرت آيت الله العظم سيد علي خامنه اي په دغه موقع په خپله وېنا کښې زياته کړه، د دغه واقعيت په بنياد انساني عقل دا حکم کوي چې ټول دې په دغه او سراسري ملي آزمائنه کښې شرکت وکړي او په انتخاباتو کښې د شتون لپاره له خلقو څخه زمونږ د بيا بيا بلنې وجه هم دا ده چې په وړومبې درجه کښې خپله عوام له دې شتون څخه ګټه اوچتوي او اسلامي جمهوريت هم په نړيوال ډګر کښې ستر امتيازات ترلاسه کوي.

دوي د ملت د يو يو فرد رائې اهميت لرونکې وبلله او وې فرمايل: ټول دې راشي او تشخيص او رائې دې ورکړي او هيڅوک دې دا نه وائي چې زما په يوې رائې سره څه نه راپېښېږي، ځکه چې همدغه يوه يوه رائې ده چې د ملت په ميلينونو رائې ترې جوړيږي.

حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د رائې په ورکولو کښې خپلې همېشنۍ سپارښتنې ته په اشارې سره واضحه کړه څومره زر چې په خدائي او ثواب په نيت خپله دنده او ذمه واري ترسره کړئ بهتره ده.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ، د ښارونو او کلیو د اسلامي شوراګانو د انتخاباتو د شپږم پړاؤ، د رهبري د خبرګانو د شورا د پنځم پړاؤ مینځ مهاله انتخابات او د اسلامي شورا د یولسم پړاؤ د مینځ مهاله  انتخاباتو  په لړ کښې رایه اخیستنه نن سحر په اووه بجې په ټول ایران کښې شروع شوې ده.

له ایرانه په بهر کښې په يو سل يو هېوادونو کښې د استوګنو ایرانیانو لپاره هم د ووټنګ يا رائې اخېستنې څلور نيم سوه مرکزونه  جوړ شوي دي.