ملګروملتو په ټرافیکي پيښې کې د ایرانیو خبریالانو په مړینې تسلیت وئيلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102150-ملګروملتو_په_ټرافیکي_پيښې_کې_د_ایرانیو_خبریالانو_په_مړینې_تسلیت_وئيلی
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې اړه  غمجنې کورنۍ او  درسندوئي ټولنې ته تسلیت وائي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2021 02:10 Asia/Kabul
  • ملګروملتو په ټرافیکي پيښې کې د ایرانیو خبریالانو په مړینې تسلیت وئيلی

د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې اړه  غمجنې کورنۍ او  درسندوئي ټولنې ته تسلیت وائي .

 زمونږخبریال راپور راکړ په تهران کې د ملګروملتو دفتر  په یوه پیغام کې  دوه ورځې مخکې په یوې ټرافیکي پيښې کې  د دوو ایرانیو خبریالانو په مړینې دخواخوږۍ پيغام  خپور کړی دی .

په تهران کې د ملګروملتو دفتر په  دغه پیغام کې لیکلی دي ،په ایران کې د ملګرو ملتو  کورنۍ د  خداي بخښلي ریحانه یاسیني  او مهشاد کریمي  کورنیو ته  او دغه راز د رسندوئې ټولنې ته د زړه له کومې تسلیّت وائی . په دغه پیغام کې همداراز د نورو ټپیانو دزر ترزره  ښه کیدا هیله هم شوې .

د تیرې چارشنبې په ورځې  دهغو خبریالانو  بس چې د ارومیه جهیل  د وضعیّت په باب دیوه راپور  دبرابرولو لپاره سیمې ته روان ؤ   چې د نقده ښار  په شاوخوا کې  درې ته نسکور شو او  له امله ئې یوشمیر نور خبریالان هم ټپیان شوي دي .

د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې اړه  غمجنې کورنۍ او  درسندوئي ټولنې ته تسلیت وائي .