د اسلامي انقلاب ستر لارښود د کورونا ضد واکسین وواهه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102162-د_اسلامي_انقلاب_ستر_لارښود_د_کورونا_ضد_واکسین_وواهه
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن سهار د « کوو برکت ایران » د کورونا ضد د واکسین لومړی ډوز وواهه او ټینګار یې وکړ باید د دغه ملي ویاړ یعني د ایران د واکسین د تولیدولو درنښت وکړو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2021 09:22 Asia/Kabul
  •  د اسلامي انقلاب ستر لارښود د کورونا ضد واکسین وواهه

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن سهار د « کوو برکت ایران » د کورونا ضد د واکسین لومړی ډوز وواهه او ټینګار یې وکړ باید د دغه ملي ویاړ یعني د ایران د واکسین د تولیدولو درنښت وکړو .

هغه حضرت نن د ایران جوړ د «کوو برکت ایران »د کورونا ضد واکسین له لګولو وروسته د هغه ټولو چارواکو په مننې سره چې په علم ، تجربې او علمي او عملي کوششونو سره یې خپل هیواد له دغه ملي ویاړ څخه برخمن کړ وویل ما له اول څخه ګروهنه نلرله چې له ایران پرته د بل هیواد جوړ  واکسین وواهم او پر دې اساس د ایران واکسین ته مو انتظار وکړ  او  مونږ باید د دغه ملي ویاړ احترام وکړو او  زیاته یې کړه کله چې د ایران د ننه د معالجې او د ناروغۍ د مخه د نیولو امکانات شته ولې دغه امکانات ونه کاروو ؟

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وویل البته کله چې ضرورت وي نو د ایران د واکسین په څنګ کښې له خارجي واکسین څخه استفاده کول کومه بده خبره نه ده خو مونږ باید د ایران د واکسین احترام وکړو او د کورونا ضد واکسین په تولیدولو کښې د ځوانو ، هڅانده او فعالو سائینس پوهانو او د نورو مرکزونو چې په هیواد کښې د واکسین په جوړولو بوخت دي مننه وکړو .

د ایران اسلامي جمهوریت په نړۍ کښې د کورونا ضد د واکسین په شپږو (۶) جوړونکو هیوادونو کښې شامل شوی دی .