د امریکې دښمنۍ د مقاومت د رسنیو ملګرتیا زیاته کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102372-د_امریکې_دښمنۍ_د_مقاومت_د_رسنیو_ملګرتیا_زیاته_کړه
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو د څانګې مرستیال: د کرونا واکسن جوړول په ایران کښې د ټیکنالوجۍ د پرمختګ یو روښانه مصداق او د علمي قدرت نښه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2021 03:06 Asia/Kabul
  • د امریکې دښمنۍ د مقاومت د رسنیو ملګرتیا زیاته کړه

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو د څانګې مرستیال: د کرونا واکسن جوړول په ایران کښې د ټیکنالوجۍ د پرمختګ یو روښانه مصداق او د علمي قدرت نښه ده.

د اسلامي ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو د څانګې مرستیال ټینګار وکړ چې د مقاومت د چورلیز د ویب سایټونو د محدودولو په لړ کښې د امریکې اقدام، د امریکې له اقداماتو سره د مقابلې او په رسندوي فعالیت کښې د ورته والي لپاره د دغو رسنیو هوډ لازیات کړی دی.

ایران پریس خبري آژانس لیکلي چې پیمان جبلي پرون په تهران کښې د اسلامي راډیوګانو او ټیلیویژنونو د اتحادې د عمومي اسمبلۍ په لسمې غونډې کښې وویل: د مقاومت په جبهې کښې د رسنیو اصلي دنده د بریاؤ انعکاس او د دښمنانو له تبلیغاتو او هغو هلوځلو سره مقابله ده چې د دغو رسنیو د محدودولو لپاره کیږي.

ښاغلي جبلي زیاته کړه: د کرونا واکسن جوړول په ایران کښې د ټیکنالوجۍ د پرمختګ یو روښانه مصداق او د علمي قدرت نښه ده.

هغه له کرونا او نورو ستونزو سره سره په بریمنه توګه د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کیدو او په کښې یې د سید ابراهیم رئیسي کامیابۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل: په اجرايي سیسټم کښې نوې لاره خلکو جوړه کړه چې په راتلونکي کښې به د مقاومت د جبهې د لاپیاوړې کیدو لامل شي.

پیمان جبلي د یمن خلاف د سعودي ائتلاف جنګ ته په اشارې سره هم وویل: څه باندې شپږ کاله وشول چې د عربستان جنګي مشین د امریکې، اسرائیلو او د ځینو اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره د یمن د خلکو د تسلیمولو په لټه کښې دی خو اوس په خپله د یمن په جبه کښې نښتی دی.

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو مرستیال په دې خبرې سره چې سیف القدس عملیاتو په صهیونیسټي رژیم باندي یوه نوې معادله وروتپله، وویل: دغه رژیم که له دې وروسته د فلسطین خلاف کوم اقدام کول وغواړي نو لازیات حساب کتاب به کوي.