ايران ته د طالبانو د سياسي پلاوي سفر
د طالبانو وياند تهران ته د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دغې ډلې د سياسي پلاوی د سفر خبر ورکړ.
د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې ذبيح ا... مجاهد نن وويل، د طالبانو سياسي پلاوے به په تهران کښې د خپل سفر په موده کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له چارواکو سره د افغانستان د صلحې د چلند او دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا او د سيمې د مسائلو په اړه ليدنې کتنې وکړي.
دا په داسې حال کښې دي چې ورسره په يو وخت د افغان حکومت يو پلاوے چې يونس قانوني، سلام رحيمي، کريم خرم، ارشاد احمدي، ظاهر وحدت او محمد ا... بتاش شامل دي تهران ته سفر کړےدے.
د ايران اسلامي جمهوريت په ځلونو تاکيد کړے دے چې په افغانستان کښې د جنګ دوام نه غواړي او د افغانستان په شمول د سيمې د بحرانونو په هواري کښې ټاکونکے رول لري چې دا چاره له چا نه پټه نه ده.
ايران او افغانستان له يو بل سره ښۀ او نزدې تعلقات لري او د ايران حکومت په ځلونو ويلي دي چې د افغانستان د صلحې په بهير کښې ملګرتيا ته چمتو دے.