حج، بې له برائته حج نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103350-حج_بې_له_برائته_حج_نه_دی
امام خمیني(رح) فرمایلي چې حج، بې له برائته حج نه دی ځکه چې د اسلام تعاملي روح دیني همپالنه او د اسلام له دښمنانو بیزاري ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 23, 2021 07:41 Asia/Kabul
  • حج، بې له برائته حج نه دی

امام خمیني(رح) فرمایلي چې حج، بې له برائته حج نه دی ځکه چې د اسلام تعاملي روح دیني همپالنه او د اسلام له دښمنانو بیزاري ده.

د ایراني حاجیانو سرپرست په حج کښې له مشرکانو د برائت مسئلې ته د مقدس جمهوري اسلامي نظام ځانګړې پاملرنې ته په اشارې سره وویل: امام خمیني(رح) فرمایلي چې حج، بې له برائته حج نه دی ځکه چې د اسلام تعاملي روح دیني همپالنه او د اسلام له دښمنانو بیزاري ده.

د حج او زیاراتو په چارو کښې د ولي فقیه نماینده حجت‌الاسلام و المسلمین سید عبدالفتاح نواب د (حج، اسلامي نړۍ او چیلنجونه او لارې چارې) ترعنوان لاندې نړیواله غونډه کښې چې په آنلاین بڼه جوړه شوه، تولّی او تبرّا د اسلام د سپيڅلې دین ستر ارکان وبلل.

هغه وویل: حج یو ډیر لوړ مقام دی  او له دښمنانو څخه د کرکې او بیزارۍ غږ باید چې هلته پورته شي.