د ټوکیو په المپیک لوبو کې د ایران ټېکواندو کار بریا
Jul 24, 2021 08:28 Asia/Kabul
د ټوکیو په المپیک لوبو کې ایراني ټیکواندو کار د دغو لوبو په دوهمه ورځ سیالیو کې خپل حریف ته په ماتي ورکولو سره بریالی شو.
نن سهار د المپیک لوبو په دوام کې ایرانی ټیکواندو کار ارمین هادی پور تر ۵۸ کیلو په لږ وزن کې خپل کلمبیایي سیال جفرسون اوچوئا ته ماته وکړه.
دغه ایرانی ځوان ټیکواندو کار په لومړي رونډ کې د خپل حریف د ۶ امتیازونو په وړاندې یوازې یو امتیاز تر لاسه کړ لیکن په دوهم او دریم رونډونو کې خپل حریف ته ماته ورکړه او سیالۍ یې وګټلې.
رامین به د ټیکواندو په سیمي فاینل لوبو کې به د ارجنټاینی سیال لوکاس ګوژمان سره مبارزه وکړي.
دوه ایراني ټیکواندوکاران میر هاشم حسینی او ناهید کیاني به د یک شنبې په ورځ د خپلو سیالانو سره مبارزه وکړي.
ټیګونه