د بشري حقوقو د لوړې کمشنرې لاسوهونکې خبرپاڼې ته د ایران غبرګون
د ایران د خارجه وزارت ویاند د ایران د خوزستان ولایت په هکله د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د لوړې کمشنرې مداخله غواړې بیانیه وغندله
د ایران د خارجه وزارت ویاند د ایران د خوزستان ولایت په هکله د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د لوړې کمشنرې مداخله غواړې بیانیه وغندله
سعید خطیب زاده پرون د میچل باچلې د مداخله غواړې او سیاسي بیانیې په غبرګون کښې وویل چې د خوزستان په هکله د هغې خبرپاڼه د بې اعتبارۍ او په چتي تورونو او ناسمو معلوماتو باندې د ککړتیا په وجه خواشینونکې ده.
خطیب زاده زیاته کړه: د خوزستان د خلکو د کړاؤنو د کمولو او د موجودو ستونزو د ختمولو لپاره د ایران د حکومتي، قضايي امنیتي او رسندوي چارواکو پراخو هلوځلو ته له پاملرنې پرته وارد شوي تورونه، د دغې بیانیې په سیاسي والي او بې اعتبارۍ باندې ډیر مهم ګواهان او شاهدان دي.
خطیب زاده وايي: دا خبرپاڼه له دې زیاته چې د بشري حقوقو د یو نړیوال چارواکي وینا وي، زیاتره په غلیمانه ادبیاتو سره یوې سیاسي اعلامیې ته ورته ده.
هغه وویل چې د ایران د اوبو د سرچینو د مدیریت په هکله غیرماهرانه او مغرضانه نظرڅرګندونه، نه د کمشنرې د مسئولیت په ساحه کښې راځي او نه د هغې تر مسئولیت لاندې ارګان په دې لړ کښې د نظر څرګندونې وړتیا لري.
خطیب زاده ټینګار وکړ چې په خوزستان کښې د اوبو کړکیچ د طبیعي ښکارندو په تیره بیا د روان کال د اوچکلۍ نتیجه او هم داشان د هغو یواړخیزو قهرجنو اقداماتو یوه پایله ده چې په ایران باندې تپل شوي دي او په خوزستان ولایت کښې د اوبو په برخه کښې د ټیکنالوجۍ او پانګونې د انتقال مخه یې نیولې ده.
هغه څرګنده کړه: د ایران د یوموټي ولس ترمینځ د تفرقې اچولو لپاره د کمشنرې د دفتر کوشش، د هغو خاصو حکومتونو د ځینو سیاسي پروګرامونو په لړ کښې دی چې د ایران له ولس سره یې دښمني له هیڅچا پټه نه ده او تل د بشري حقوقو له موضوع څخه د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د ګټه پورته کولو کوشش کوي.