په پاکستان کښې د ايران او چين سفيرانو د افغانستان حالات وڅېړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103440-په_پاکستان_کښې_د_ايران_او_چين_سفيرانو_د_افغانستان_حالات_وڅېړل
په پاکستان کښې د ايران او چين سفيرانو کتنه او د افغانستان د حالاتو په شمول د دوو اړخيزو ملګرتياو او سيمه ايزو تعلقاتو په باره کښې خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2021 06:54 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د ايران او چين سفيرانو د افغانستان حالات وڅېړل

په پاکستان کښې د ايران او چين سفيرانو کتنه او د افغانستان د حالاتو په شمول د دوو اړخيزو ملګرتياو او سيمه ايزو تعلقاتو په باره کښې خبرې اترې وکړې.

د اېرنا د رپوټ له مخې په پاکستان کښې د ايران سفير سيد محمد علي حسيني په اسلام آباد کښې د چين له سفير نانګ رونګ سره له کتنې وروسته په يو ټوئيټ کښې وليکل: په دغه کتنه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت ، چين او پاکستان د دوو اړخيزو او درې اړخيزو ملګرتياو، د سي پېک پروژې اړوند وروستيو بدلونونو په باره کښې د نظر تبادله اوشوه.

حسيني زياته کړه، د افغانستان د صلحې بهير او په دغه هېواد کښې د صلحې او قرارۍ له رامنځته کېدو سره د مرستې لپاره د ګاونډيانو د کردار ادا کولو په لازموالي تاکيد اوشو.

پاکستان تېره مياشت د طالب ډلې په شمول د افغاني ډلو په شتون سره د تهران د صلحې د غونډې له جوړېدو او د صلحې د بهير د پرمختګ لپاره يې د ايران د اسلامي جمهوريت د کردار هرکلے وکړ.