«په افغانستان کښې ترهه ګري او د بشري حقوقو مشکلات» نړيوال کانفرنس
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103444-په_افغانستان_کښې_ترهه_ګري_او_د_بشري_حقوقو_مشکلات_نړيوال_کانفرنس
«په افغانستان کښې ترهه ګري او د بشري حقوقو مشکلات» نومې نړيوال کانفرنس په قم کښې جوړيږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2021 07:59 Asia/Kabul
  • «په افغانستان کښې ترهه ګري او د بشري حقوقو مشکلات» نړيوال کانفرنس

«په افغانستان کښې ترهه ګري او د بشري حقوقو مشکلات» نومې نړيوال کانفرنس په قم کښې جوړيږي.

د مهر خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه آنلائن نړيوال کانفرنس سبا د ايران د اسلامي جمهوريت په قم مقدس ښار کښې د ملتونو عدالت نومې نړيوال انجمن او د مهر خبري آژانس په ملګرتيا سره جوړيږي.

د کوثرکلتوري فاونډېشن مشر سيد جواد موسوي شېخ ميراني، د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت د لوړ رتبه صلاحکار محراب علي دانش، د مشهد مقدس ښار د علميه حوزې مدرس آيت ا... سيد محمود هاشمي ارزګاني، د افغانستان د حکومت د ډېپلومېټانو د انجمن مرستيال سيد محمد عالمي او د اسلامي شورا د جرګې د ملي امنيت او سياست د کمېشن غړے فدا حسېن مالکي به په دغه غونډه کښې وېناګانې کوي.

د بهرنيو فوځيانو شتون او کارکردګي او د افغانستان له وروستيو پېښو سره يې تعلق، په افغانستان کښې د نړيوالو ادارو کارکردګي، د طالب ډلې تفکر او کردار، د افغانستان د حالاتو په اړه د  حوزوي او پوهنتوني ادارو دندې او د افغانستان د حالاتو په وړاندې د ايران د حکومت دنده او دريځ د دغې نړيوالې غونډې ځينې موضوعاګانې دي.