ناروا صیهونیسټ رژیم ایران پرضد له چټی تورونو لاس واخلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103724-ناروا_صیهونیسټ_رژیم_ایران_پرضد_له_چټی_تورونو_لاس_واخلی
ښاغلی خطیب زاده نن د اسراییلی تیلی کشتۍ په حمله کې د ایران د لاس درلودلو په اړه د صیهونیسټ رژیم اوامریکا د چټی تورونو په هکله وویل دا لومړې ځل ندې چی صیهونیسټ رژیم دغه ډول تورونه مطرحوی ، دغه تورونه په امریکا کې د قدس د نیواکګر رژیم د پیژندل شوی او کرایې لابی په چوکاټ کې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2021 10:19 Asia/Kabul
  • ناروا صیهونیسټ رژیم ایران پرضد له چټی تورونو لاس واخلی

ښاغلی خطیب زاده نن د اسراییلی تیلی کشتۍ په حمله کې د ایران د لاس درلودلو په اړه د صیهونیسټ رژیم اوامریکا د چټی تورونو په هکله وویل دا لومړې ځل ندې چی صیهونیسټ رژیم دغه ډول تورونه مطرحوی ، دغه تورونه په امریکا کې د قدس د نیواکګر رژیم د پیژندل شوی او کرایې لابی په چوکاټ کې دی .

د ایرنا له راپور سره سم د ایران د خارجه وزرات ویندوی ښاغلی خطیب زاده نن د اسراییلی تیلی کشتۍ په حمله کې د ایران د لاس درلودلو په اړه  د صیهونیسټ رژیم اوامریکا د چټی تورونو په هکله وویل دا لومړې ځل ندې چی صیهونیسټ رژیم دغه ډول تورونه مطرحوی ، دغه تورونه په امریکا کې د قدس د نیواکګر رژیم د پیژندل شوی او کرایې لابی په چوکاټ کې دی .

د ایران د خارجه وزارت د ویندوی په وینا دغه رژیم هر چیرته چی پښه کیښودلی ده ځان سره یې ناامنی ، تاوتریخوالې ، ترور ، جنګ او تباهی راوړی ده  او په همدې دلیل ذمه وار هغه کسان دي چی په سیمه کې یې د دغه رژیم پښې خلاصې کړي دي .