امنیت شوراپه سیمه کې د اسراییلوله بلاغوښتنې سره چلند وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103950-امنیت_شوراپه_سیمه_کې_د_اسراییلوله_بلاغوښتنې_سره_چلند_وکړی
نن اسراییلو او ملاتړو یې د سیمې په اوبو کې جالی معلومات وړاندی کړي دي تر څو امنیت شورا قانع کړی ایران وغندی خو ماته یې وخوړه . تخت روانچی زیاته کړه دغه ادعاګانې په کلکه ردوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2021 08:42 Asia/Kabul
  • امنیت شوراپه سیمه کې د اسراییلوله بلاغوښتنې سره چلند وکړی

نن اسراییلو او ملاتړو یې د سیمې په اوبو کې جالی معلومات وړاندی کړي دي تر څو امنیت شورا قانع کړی ایران وغندی خو ماته یې وخوړه . تخت روانچی زیاته کړه دغه ادعاګانې په کلکه ردوو .

د ایران پریس له راپور سره سم په ملګروملتو کې د ایران دایمی استازی او سفیر مجید تخت روانچی په ټویټر کې ولیکل نن اسراییلو او ملاتړو یې د سیمې په اوبو کې جالی معلومات وړاندی کړي دي تر څو امنیت شورا قانع کړی ایران وغندی خو ماته یې وخوړه . تخت روانچی زیاته کړه دغه ادعاګانې په کلکه ردوو .

 له  بلې خوا په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې او سفیرې «زهرا ارشادي» د هرډول محاسباتي غلطۍ او د ماجرا غوښتنې په هکله اسرائیلو رژیم ته خبرداری ورکړ او ویې وویل مونږ به د خپلو ملي ګټو د تامینولو او د ځان د دفاع په هکله هیڅ شک ونکړو .

هغې په عمان سمندر کښې د مرسر سټریټ په نوم د کشتۍ د پیښې په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا له پټې غونډې وروسته دغه خبره د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنګ د  وزیر ګواښ ته په ځواب کښې د خبریالانو په ټول کښې وکړه .

د ایران د اسلامي جمهوریت دغه لوړرتبه ډیپلوماټې زیاته کړه د اسرائیلو رژیم هماغه راز په سپینې سترګي توب سره ګواښ کوي چې د سیمې د هیوادونو پرضد به زور وکاروي دا په داسې حال کښې دي چې دغه رژيم څه د پاسه اویا (کاله کیږي چې په سیمه کښې د ګواښ ، د بې ثباتۍ او د ناامنۍ اصلي سرچینه دی .

هغې د مرسر سټریټ کشتۍ د پیښې په هکله تحریف شویو څرګندونو ته په اشارې سره وویل مونږ له هغو  کورنیو سره چې خپلوان یې په نوموړي پیښه کشې وژل شوي دي خواخوږۍ څرګندوو .

د ایران دغه ډیپلوماټې  په دې خبرې سره چې د اسرائیلو چارواکو د کشتۍ له پیښې سمدستي وروسته ایران په دغه حملې تورن کړ وویل دا د اسرائیلو همیشنۍ او د هره ورځې کړچار دی او د صهیونیسټ رژيم هدف هم په سیمه کښې له خپلو غیر قانوني اقداماتو او جنایتونو د عمومي افکارو منحرفول دي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند  سعید خطیب زاده هم د تهران پرضد د امریکا او د صهیونیسټ رژیم ادعاګانو ته په ځواب کښې وویل دا لومړی ځل نه دی چې صهیونیسټ رژيم دغه تورونه لګوي او دغه تورونه په امریکا کښې د قدس د نیواکګر رژيم د پيژندل شویو او په پیسو اخیستل شویو لابیانو په چوکاټ کښې دي .