د داعش ماتي د الحشد الشعبي ځواک د زړورتیا نتیجه وه
Aug 08, 2021 11:01 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د عراق د الحشد الشعبي ولسي ځواک له مشر فالح الفیاض سره په کتنې کښې وویل په عراق کښې د داعش ډلې ماتي د ولسي بسیج ځواک د ځواکونو د مجاهدت او د شهید قاسم سلیماني او د ابو مهمد المهندس د نه ستړي کیدونکو زړورتیاو نتیجه وه .
د الحشد الشعبي ځواک مشر الفیاض هم په دغه کتنې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو د قدرونې په ترڅ کښې د ایران د حکومت او د اسلامي شورا لپاره د بریالیتوب ارزو وکړه .
دواړو لور په دغه کتنې کښې د سیمې او د عراق د بدلونونو په هکله خبرې وکړې او د عراق د امنیت په تامینولو کښې د الحشد الشعبي ولسي ځواک د مثبت رول یادونه وکړه .
ټیګونه