په رسندوي او تبلیغاتي حرکت کښې باید قوي عمل وکړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104000-په_رسندوي_او_تبلیغاتي_حرکت_کښې_باید_قوي_عمل_وکړو
ایران پریس خبري اژانس وايي د خامنه اي ټکی ایي ار (khamenei.ir) په نوم اینټرنیټ پاڼې د زمري د میاشتې د اولسمې(۱۷) یعني د خبریال د ورځې په مناسبت د خبریالانو په ټول کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه ای یو (۱) عکس خپور کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2021 09:17 Asia/Kabul
  • په رسندوي او تبلیغاتي حرکت کښې باید قوي عمل وکړو

ایران پریس خبري اژانس وايي د خامنه اي ټکی ایي ار (khamenei.ir) په نوم اینټرنیټ پاڼې د زمري د میاشتې د اولسمې(۱۷) یعني د خبریال د ورځې په مناسبت د خبریالانو په ټول کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه ای یو (۱) عکس خپور کړ .

د دغه تصویر په متن کښې ویل شوي نن سبا زمونږ پرضد د دښمانانو ترټولو زیات تحرک له امنیتي ، اقتصادي ، تبلیغاتي ، رسندوي تبلیغاتو او نرم جنګ څخه زیات دی د دې لپاره چې د خلکو په عمومي افکارو مسلط شي دوې ډیرې پیسې لګوي ډیر کارونه کوي ډیر فکرونه د دغه کار لپاره په فکري مرکزونو کښې ګماري چې وکولای شي په رواني جنګ په بیلابیلو تبلیغاتو ، د هیوادونو عمومي افکار او له ټولو زیات د ایران خلک چې د سترو قدرتونو له ناوړه هدف سره مخ دي کنټرول کړي او هغه په اختیار کښې واخلي ااو د رسنیو د تهمیداتو او د سمو تبلیغاتي حرکتونو او د کار په زمینه کښې باید له قوي او هوشمندانه عمل وکړو .

نن د یکشنبې ورځ د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې اولسمه (۱۷) نیټه ده چې د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) میلادي کال د اګست له اتمې (۸) نیټې سره سمون خوري او دغه ورځ د خبریال ورځ نومول شوي ده .

په دیارلس سوه اوه اویایم (۱۳۷۷) هجري لمریز کال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومتي خبري اژانس ایرنا خبریال محمود صارمي چې د افغانستان په مزار شریف ښار کښې په کار بوخت وو د طالبانو ترهګرې ډلې په حملې کښې شهید کړی شوی و .

د ایران د عمومي کلتور شورا د محمود صارمي له شهادت وروسته له دیارلس سوه  اته اویایم هجري لمریز کال راهسې د زمري د میاشتې اولسمه (۱۷) نیټه د دغه ستر شهید د یاد په خاطر د خبریال ورځ لمانځي .