د ایران اسلامي جمهوریت د ټولو بندیزونو ختمیدل غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104144-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_د_ټولو_بندیزونو_ختمیدل_غواړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د پارلمان د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي شهریار حیدري وویل اټومي خبرو ته د ایران د بیرته ستنیدا شرط د ظالمانه بایکاټونو په کامل ډول ختمیدل دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 12, 2021 04:36 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت د ټولو بندیزونو ختمیدل غواړي

زمونږ خبریال وايي د ایران د پارلمان د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي شهریار حیدري وویل اټومي خبرو ته د ایران د بیرته ستنیدا شرط د ظالمانه بایکاټونو په کامل ډول ختمیدل دي .

هغه پرون له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې د ایران د یورانیمو د پخولو د بندولو په بدل کښې د بایکاټونو په محدود ډول د لغو کولو په هکله د امریکا د ولسمشر جوبایډن نوي انتخاب ته په ځواب کښې وویل په ایران اسلامي جمهوریت کښې د بایکاټونو د ختمولو بحث حاکمیتي  بحث دی او د سټراټیژیک اقدام پلان ته په پام سره کړنلاره په کامل ډول  معلومه ده .

د ایران د اسلامي شورا د خارجي سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي شهریار حیدري وویل د حکومت سیاست دا دی که چیرې د اټومي تړون لوري واقعا وغواړي خبرو ته ورستانه شي باید د تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو ټول بایکاټونه ختم شي په بله بڼه کښې د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي تړون لورو ته فرصت نه ورکوي .

هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت یو(۱) قدرتمن هیواد دی او خپل سازوکار لري او هغه اقدامات چې تهران په تیرو څو کلونو کښې د اټومي مسائیلو په هکله لرلي دي د نړیوالو ټولنو د منلو وړ دي .