د ایران د آزادې غیږنیونې ټیم د نړۍ اتل شو
Aug 19, 2021 01:32 Asia/Kabul
د ایران د ځوانانو د آزادې غیږنیونې یا کُشتۍ لوبډلې د سرو زرو د ۵، د سپينو زرو د ۱ او د برنزو یا زیړو د ۱ میډل په ګټلو سره د نړۍ اتل شو.
د ایران د ځوانانو د آزادې غیږنیونې یا کُشتۍ لوبډلې د سرو زرو د ۵، د سپينو زرو د ۱ او د برنزو یا زیړو د ۱ میډل په ګټلو سره د نړۍ اتل شو.
د نړۍ د ځوانانو د آزادې کشتۍ یا غیږنیونې د اتلولۍ سیالۍ تیره دوشنبه د روسیې په اوفا ښار کښې پیل شوې او په کښې ایران، پنځه د سرو زرو، یو د سپينو زرو او یو د زیړو میډلونو په ګټلو او د ۱۷۸ پواینټونو په ترلاسه کولو سره، د نړۍ اتلولي ترلاسه کړه.
له ایران وروسته د روسیې او امریکې ټیمونه د ۱۴۲ او ۱۲۹ پواینټونو په ترلاسه کولو سره دویم او دریم شول.
ټیګونه