ایران او پاکستان د سیمې د امنیت د تامینولو پیاوړی لاسونه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104582-ایران_او_پاکستان_د_سیمې_د_امنیت_د_تامینولو_پیاوړی_لاسونه_دي
پاکستان تل په سمندری حوزه کې بشپړه پیاوړې او غږمله شتون درلودلی دې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2021 10:24 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان د سیمې د امنیت د تامینولو پیاوړی لاسونه دي

پاکستان تل په سمندری حوزه کې بشپړه پیاوړې او غږمله شتون درلودلی دې

 

زمونږ خبریال راپور راکوی د اسلامی ایران د پوځ د سمندری ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایرانی  نن سهار د پاکستان د پوځ د سمندری ځواک له قوماندان ایډمرل محمد امجدخان نیازی سره په کتنه کې د هرکلی او درناوی په ترڅ کې زیاته کړه پاکستان تل په سمندری حوزه کې بشپړه پیاوړې او غږمله شتون درلودلی دې .

هغه د دې خبرې په کولو سره چی  په سمندری حوزه کې به د دواړو هیوادونو  زاړې اړیکی په پریکنده توګه په تاریخ کې ثبت شی ، په دوام کې وویل  تمه ده چی پاکستان هماغه اغیزمن او غوړیدونکی تاریخی لارې ته دوام ورکړی او د خپلو ګاونډیو مسلمانو او تاریخی او کلتوری ګډو لرونکیو هیوادونو سره د خپلو اړیکو ونډه زیاته کړی .

امیرالبحر ایرانی د دې خبرې په کولو سره چی د اسلامی ایران مهمه سټراټیجۍ د دفاعی دیپلوماسۍ په اساس د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا دی ، وویل پاکستان د لومړنی مسلمان هیواد په توګه چی توانیدلې دې ایټمی قدرت ترلاسه کړی ، د اسلامی هیوادونو ترمینځ ځانګړې ځای لری .