ایران او پاکستان د سیمې د امنیت د تامینولو پیاوړی لاسونه دي
پاکستان تل په سمندری حوزه کې بشپړه پیاوړې او غږمله شتون درلودلی دې
زمونږ خبریال راپور راکوی د اسلامی ایران د پوځ د سمندری ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایرانی نن سهار د پاکستان د پوځ د سمندری ځواک له قوماندان ایډمرل محمد امجدخان نیازی سره په کتنه کې د هرکلی او درناوی په ترڅ کې زیاته کړه پاکستان تل په سمندری حوزه کې بشپړه پیاوړې او غږمله شتون درلودلی دې .
هغه د دې خبرې په کولو سره چی په سمندری حوزه کې به د دواړو هیوادونو زاړې اړیکی په پریکنده توګه په تاریخ کې ثبت شی ، په دوام کې وویل تمه ده چی پاکستان هماغه اغیزمن او غوړیدونکی تاریخی لارې ته دوام ورکړی او د خپلو ګاونډیو مسلمانو او تاریخی او کلتوری ګډو لرونکیو هیوادونو سره د خپلو اړیکو ونډه زیاته کړی .
امیرالبحر ایرانی د دې خبرې په کولو سره چی د اسلامی ایران مهمه سټراټیجۍ د دفاعی دیپلوماسۍ په اساس د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا دی ، وویل پاکستان د لومړنی مسلمان هیواد په توګه چی توانیدلې دې ایټمی قدرت ترلاسه کړی ، د اسلامی هیوادونو ترمینځ ځانګړې ځای لری .