د آسټریا له صدرِ اعظم سره د رئیسي صلاح مشورې
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د آسټریا له صدرِاعظم سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو ۵۰۰ کلنه مخینه د اړیکو د راتلونکي لپاره ارزښتناکه پانګه ده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د آسټریا له صدرِاعظم سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو ۵۰۰ کلنه مخینه د اړیکو د راتلونکي لپاره ارزښتناکه پانګه ده
سید ابراهیم رئیسي پرون د آسټریا له صدر اعظم سباسټین کورټس سره په ټیلیفوني خبرو کښې په دې خبرې سره چې د اقتصادي تعاملاتو د زیاتولو له هوډ سره سره د دواړو هیوادونو د سوداګري راکړوورکړو کمیدل منطقي توجیه او بنیاد نه لري، وویل: باید د دواړو هیوادونو ګټې وساتو او پرې نږدو چې بدغواړي په مختلفو چلولونو سره پر دغو اړیکو اغیزه وکړي.
هغه په دوام کښې زیاته کړه: که د افغانستان اوسني تاریخ ته ځیر شو نو وینو چې له کله نه چې امریکایانو د دغه هیواد په چارو کښې لاسوهنه پيل کړه، افغانستان د خوشالۍ یوه ورځ نه ده لیدلې.
د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان وویل: باوري یو چې مختلف افغانستاني بهیرونه باید د امریکې وتلو ته د بدلانه د یو پيچومي په توګه وګوري او په خپلو کښې په تعامل سره د ټولو خلکو د منلو وړ واکمنۍ ته ورسیږي.
ولسمشر رئیسي په دې خبرې سره چې سره د ټولو ظالمانه بندیزونو، ایران د افغانستاني کډوالو ټول مادي او معنوي لګښتونه منلي دي، وویل: په افغانستان کښې د صلحې او امنیت د ټینګولو په لړ کښې د ایران کوششونو تل او په دوامداره توګه دوام موندلی دی او له هغو ټولو حکومتونو سره ملګرتیا ته تیار یو چې په افغانستان کښې د صلحې او کرارۍ د راوستلو په لړ کښې د مسئولیت احساس کوي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د آسټریا صدراعظم هم له ایران سره په مختلفو برخو کښې د دوستانه او رغنده دوه اړخیزو اړیکو دوام او پراختیا ته د هیلې په څرګندولو سره وویل: هیله لرو چې د ایران نوی حکومت د خپلو خلکو لپاره د اقتصادي او ټولنیزې ترقۍ په لړ کښې له مخکښې نه زیات کامیاب شي.
هغه هم داشان د افغانستان له وروستیو بدلونونو د اندیښنې په ښودلو سره، له افغانستاني کډوالو د ایران د حکومت او ولس د اخلاصي میلمستیا قدرونه او مننه وکړه.