ترهګري او تندلارې توب د نړیوال ناکارنده توب نتیجه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104754-ترهګري_او_تندلارې_توب_د_نړیوال_ناکارنده_توب_نتیجه_ده
د ایران د خارجه وزارت ویاند ترهګري او تندلاریتوب د اوسني نړیوال حالت د ناکارنده والي طیبعي نتیجه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2021 10:35 Asia/Kabul
  • ترهګري او تندلارې توب د نړیوال ناکارنده توب نتیجه ده

د ایران د خارجه وزارت ویاند ترهګري او تندلاریتوب د اوسني نړیوال حالت د ناکارنده والي طیبعي نتیجه ده.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ترهګري او تندلاریتوب د اوسني نړیوال حالت د ناکارنده والي طیبعي نتیجه ده.

سعید خطیب زاده نن د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او احترام د نړیوالې ورځې په مناسبت یو پيغام کښې،په دې خبرې سره چې د ایران د یو داسې هیواد په توګه چې د جوړیدو له اول څخه تل د سیاسي او اقتصادي ترهګرۍ د مختلفو ډولونو هدف ګرځیدلی دی، زیاته کړه: ایران وتوانیده دا خبره ثابته کړي چې د ترهګرۍ او افراط پالنې دوه همزاده مسئلې د روان نړیوال حالت د ناکارنده والي طبیعي نتیجه ده.

هغه څرګنده کړه چې نن سبا د لویدیځو هیوادونو مدني ټولنه هم پوه شوې ده چې د امریکې او ځینو لویدیځو او د لویدیځې آسیا د هیوادونو پوځي بلاغوښتنې د داعش او جبهة النصره په شان ترهګرو ډلو د جوړیدو او یرغلونو او بیخي د بې مخینو، بې رحمانه او وحشیانه تشدد د لړۍ زمینه ګرځیدلې ده.

خطیب زاده ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت له تاوتریخوالي د یوې پاکې نړۍ د جوړولو هوډ لري، د یوې داسې نړۍ چې په کښې خلک خپل برخلیک وټاکي او هیڅ ولس د کوم بل هیواد د جاه طلبیو او بې تدبیریو قرباني نه شي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند څرګنده کړه چې ایرانیانو د ترهګرۍ مختلفې څیرې لیدلې دي او ښه پوه شوې دي چې د ترهګرۍ د عاملانو د بري ترټولو مهمه پاڼه، د هیلې او امید ختمول دي خو د امید په ساتلو سره د ترهګرۍ او تندلاریتوب په وړاندې اودریدې شي.