د تهران او اسلام آباد اړیکې لرغونې، اعتقادي او ولس محوره دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104806-د_تهران_او_اسلام_آباد_اړیکې_لرغونې_اعتقادي_او_ولس_محوره_دي
د اسلامي ایران ولسمشر پرون د پاکستان د خارجه وزیر په کتنه کښې د تهران او اسلام آباد اړیکې پخوانۍ، اعتقادي او د خلکو د چورلیز په کړنلارې ولاړې وبللې
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 27, 2021 07:34 Asia/Kabul
  • د تهران او اسلام آباد اړیکې لرغونې، اعتقادي او ولس محوره دي

د اسلامي ایران ولسمشر پرون د پاکستان د خارجه وزیر په کتنه کښې د تهران او اسلام آباد اړیکې پخوانۍ، اعتقادي او د خلکو د چورلیز په کړنلارې ولاړې وبللې

د اسلامي ایران ولسمشر پرون د پاکستان د خارجه وزیر په کتنه کښې د تهران او اسلام آباد اړیکې پخوانۍ، اعتقادي او د خلکو د چورلیز په کړنلارې ولاړې وبللې

ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د شاه محمود قریشي په کتنه کښې څرګنده کړه: د دوه اړخیزو اړیکو پياوړتیا د ایران او پاکستان د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاتو د پراختیا او پیاوړتیا زمینه برابرولې شي.

د ایران ولسمشر له افغانستانه د امریکې وتل په افغانستان کښې د صلحې، امنیت او ثبات په لړ کښې د ټولو افغانستاني ډلو او قومونو د تعامل لپاره د بدلانه پيچومې وباله او ویې ویل: بې شکه چې په افغانستان او سیمه کښې د امریکې شتون امنیت نه رامینځته کوي او د سیمې هیوادونه باید په خپلو کښې مرسته وکړي چې په افغانستان کښې مختلفې ډلې یو پراخ بنسټه او مشارکتي حکومت جوړ کړي.

آیت ا... رئیسي ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې د نورو هیوادونو په تیره بیا د ګاونډیانو رول باید د ټولو افغانستاني قومونو او ډلو په شتون سره د یو مشارکتي او ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره یوازې یو اسانونکی رول وي.

هغه وویل چې په سیمه کښې د امریکې او پردیو شتون نه یوازې امنیت نه رامینځته کوي بلکې ستونزې هم جوړوي او د سیمې هیوادونه په تیره بیا پاکستان په خپل مینځي ملګرتیا سره په افغانستان کښې د امنیت او کرارۍ د رامینځته کولو لپاره په دغه هیواد کښې د ټولو قومونو او ډلو د تعامل زمینه برابره کړي ترڅو هغوي وتوانیږي خپل برخلیک په خپله وټاکي.

په دغه کتنه کښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د ایران او پاکستان اړیکې تاریخي او ژورې وبللې او په ډیرو سیمه ایزو او نړیوالو مسائیلو کښې یې د دواړو هیوادونو ګډو دریځونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: پاکستان په مختلفو اقتصادي، سیاسي او سیمه ایزو برخو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو د لاژورتیا او ټینګتیا په تکل کښې دی او هوډ لرو چې د خپلو اړیکو سویه له مخکښې نه زیاته لوړه کړو.

د پاکستان خارجه وزیر په دوام کښې، په افغانستان کښې د پایداره صرحې او ثبات لپاره د تهران او اسلام آباد د ملګرتیا او غږملتیا اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه ایزو بدلونونو کښې ستر رول لوبوي په دې وجه باوري یو چې په خپل مینځي ملګرتیا سره کوې شو په سیمې په تیره بیا افغانستان کښې د صلحې او ثبات په رامینځته کولو او پياوړې کولو کښې مثبتې او ګټه ورې همکارۍ ولرو.

هغه وویل چې د پاکستان او خلکو اړیکې رسمي نه دي بلکې د زړه له تله دي او په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د تود هرکلي سخت په تمه یو.