ایران د کابل د هوایی ډګرترهه ګرې پیښې وغندلې
Aug 27, 2021 09:34 Asia/Kabul
خطیب زاده هیله څرګنده کړه چی په کابل کې ژر تر ژره یو پراخ بنسټه حکومت جوړ او مسول اورګانونه د خلکو د ځان او مال په ساتلو کې خپلې دندې پرغاړه واخلی .
د ایران پریس له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی خطیب زاده د افغانستان د بی دفاع خلکو هدف ګرځول اوهر ډول ترهه ګر عملیات چی پکې په میرمنو ، سړیو ، ځوانانو او بوډاګانو حمله کیږی ،وغندل .
خطیب زاده هیله څرګنده کړه چی په کابل کې ژر تر ژره یو پراخ بنسټه حکومت جوړ او مسول اورګانونه د خلکو د ځان او مال په ساتلو کې خپلې دندې پرغاړه واخلی .
چین او نورو هیوادونو هم د کابل ترهه ګرې پیښې غندلی دي .
په نوموړی ترهه ګرې حملې کې چی مسولیت یې داعش ترهه ګرې ډلې پرغاړه اخیستې دې ، لږ تر لږه ۱۰۳ کسان مړه او څه د پاسه ۱۵۰ هم ژوبل شوی دی .
ټیګونه