د رهبرۍ د سپارښتنو اقتصادي چورلیزونه تعقیب او اجراکیږی
ایټمي خبرو سره اقتصادي مشکلاتو ته پیوند ورکول او نتیجې ئې باید تل د حکومت د درستو غړو په تیره بیا د اقتصادي غږمله کمیټې دپام وړ وګرځي او باید دغو درستو کارونو ته ټول اورګانونه او ادارې ځيرې ووسي .
ایران پریس خبری اژانس راپور ورکړ ،د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن د حکومت د اقتصادي غږمله کمیټې په لومړنۍ غونډې کې ووئیل ،د فیصلو اصلي چورلیز له داخلی ظرفیّتونو څخه استفاده او پر ځوانو او فعالو او کارنده ځواکونو باندې تکیه ده .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر زیاته کړې ده ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود د بیاناتو اقتصادي چورلیزونه،باید د کمیټې د سکرټریټ او د حکومت د اقتصادي ټیم د هر یوه غړي له لارې په دقیق او دوامدار ډول تعقیب او اجرائي شي .
ابراهیم ریئسي د اسلامی انقلاب د رهبر په لارښونو کې مطرح شوو لسو مهمو اقتصادي چورلیزونو ته په اشارې سره روښانه کړې ده ،ایټمي خبرو سره اقتصادي مشکلاتو ته پیوند ورکول او نتیجې ئې باید تل د حکومت د درستو غړو په تیره بیا د اقتصادي غږمله کمیټې دپام وړ وګرځي او باید دغو درستو کارونو ته ټول اورګانونه او ادارې ځيرې ووسي .
د ایران ولسمشر همداراز د کر کسب د فضا ښه کیدا او د بانکي نظام ا صلاح او پیاوړتیا د اقتصادي غږمله کمیټې یوه دنده او ایجنډا وبلله . او اقتصادي ټيم ته ئې ماموریت ورکړ ، د شخصیّتونو لیدتوګو او تجروبو څخه په استفادې سره دې زر ترزره د حکومتي بودجې او د پیسو د ارزښت د پیاوړي کولو لارې چارې وارزوي او راپور دې وړاندې کړي .