ایران له فرانسې سره د اړیکو د پراختیا هرکلی کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105252-ایران_له_فرانسې_سره_د_اړیکو_د_پراختیا_هرکلی_کوي
 ډاکټر ریسي  د ځینو هغو هیوادونو د سیاستونو په رټلو سره چې  ترهه ګري په ښو او بدو  برخو ویشي ، ټینګار وکړ، اسلامی ایران  ترهه ګري  چې په هرشکل کې وي ،په کلکه  محکوموي  او  د ایران له نظره  ددمشق د داعش ، دعراق د داعش  او دخراسان د داعش ترمینځ  هیڅ  فرق نه لري  .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2021 00:29 Asia/Kabul
  • ایران له فرانسې سره د اړیکو د پراختیا هرکلی کوي

 ډاکټر ریسي  د ځینو هغو هیوادونو د سیاستونو په رټلو سره چې  ترهه ګري په ښو او بدو  برخو ویشي ، ټینګار وکړ، اسلامی ایران  ترهه ګري  چې په هرشکل کې وي ،په کلکه  محکوموي  او  د ایران له نظره  ددمشق د داعش ، دعراق د داعش  او دخراسان د داعش ترمینځ  هیڅ  فرق نه لري  .

زمونږخبریال راپور راکړ ،  د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  پرون  ناوخته  د فرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون سره په ټيلیفوني تماس کې  ټینګار کړی ، ایران تیار  دی   له اروپا سره جامعې  ملګرتیاوې له فرانسې پیل کړي .

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  زیاته کړې ده ،  د ایران او فرانسې سیاسي خپلواکي  د دواړو هیوادونو ترمینځ  دتل پاتې ،پیاوړو او انډولیزو اړیکو دټينګیدا لپاره  ارزښتمن اهمیّت لري  او  ګډې ګټې  په دغو  اړیکو کې د بهرنیو  عواملو د  دخالت  خنډ دي .

  ابراهیم ریسي  ددې خبرې په کولو سره چې داعش   امریکایانو راپنځولی او  ورڅخه ملاتړ کوي ،ووئيل ،  امریکایان   له داعش او نوي ترهه ګرۍ څخه دملاتړ لپاره باید  ددینا عمومی افکارو ته ځواب ووائي .

 ډاکټر ریسي  د ځینو هغو هیوادونو د سیاستونو په رټلو سره چې  ترهه ګري په ښو او بدو  برخو ویشي ، ټینګار وکړ، اسلامی ایران  ترهه ګري  چې په هرشکل کې وي ،په کلکه  محکوموي  او  د ایران له نظره  ددمشق د داعش ، دعراق د داعش  او دخراسان د داعش ترمینځ  هیڅ  فرق نه لري  .

 دایران ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره  چې   امریکایانو په افغانستان کې  سترې تیروتنې کړي  دي ،ووئيل ،  درست باید مرسته وکړي څو  په افغانستان کې   ددرستو ډلو ټپلو په ګډون سره  یو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي او اجازت ورکړو  دافغانستان  خلک خپل برخلیک پخپله وټاکي .

  هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې  په افغانستان کې د  امریکا او نا ټوپوځي  لاسوهنې  ماته خوړلې ده ووئيل ، افغان ډلې ټپلې باید    د افغانستان ددرست ولس  دمنلو وړ بیلګه شي او ایران  په افغانستان کې د  د سولې ، آ رامښت او امنیت د ټينګولو او د  ورور وژنې د مخینوي  لپاره هر ډول مرستو ته  تیار دی. 

   داسلامی ایران ولسمشر  دغه راز د  نړیوالو ایټمي خبرواتروپه باب هم ووئیل ،   له ښو  خبرواترو سره  هیڅ مخالفت نه لرو  خو  د مذاکراتو  نتیجه  او پروګرام باید د ایران په ضد د بندیزونو لغوه کول وي او  دخبرواترو لپاره مذاکرات هیڅ ګټه نه لري .

  د فرانسې ولسمشر  هم په دغه ټيلیفوني تماس کې  په ایران کې د افغان کډوالو شتون  ته په اشارې سره ، له ایران سره په دې زمینې کې  د ملګروملتو د  کډوالو دلوړې کمیشنرۍ  پر مرستو او ملګرتیاؤ  ټینګار وکړ.