خطیب زاده:
ایران د افغان ولس څخه ملاتړ کوي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چي ایران د سولي او د ثبات د ټینګولو په لړ کې د افغانستان د ولس تر څنګ پاته کیږي.
سعید خطیب زاده په یوه خبري غونډه کې وویل چي د ګاوڼدي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره د افغانستان د حالاتو پوري اړوند ټلفوني خبري اترې وکړې.
هغه زیاته کړه چی ایران یوازې د افغانستان د ولس ارادې او غوښتنو ته په درناوی سره په دغه هیواد کې د امنیت له راتلو سره مرسته کوي.
خطیب زاده په پنجشېر باندې د تیري شپې بریدونو ته په اشارې سره ویلي چي اندېښمنوونکي راپورونه تر لاسه کړې، د مقاومت د رهبرانو په شهادت رسولو او دغه ډول بریدونه په کلکو ټکو سره غندوو، په دغه بریدونو کې د بهرني عواملو لاسووهنې تر څېړنې لاندې دي، ټول باید دا مساله درک کړي چي په دغه هیواد کې د بهرنیانو مداخله تل له ماتي سره مخ شوي دي.
هغه د دې په بیانولو سره چي د افغانستان خلګ غیرتمن او خپلواک غوښتونکي دي، وویل: بهرني لاسووهنې محکوم دي، د پنجشېر د مسالې حل باید د سیاسي لاري وشي، ورور وژنه باید ودریږي، طالبان باید په خپلو ژمنو پاتي شي، د پنجشېر خلګو ته لوږې ورکول او برق بندول له بشري حقونو سره اړخ نه لګوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت وویل: جدی خبرداری ورکوم چي سره کرښې باید رعایت شي، ایران له نږدې څخه د افغانستان بدلونونه څاري، د سیمي او نړیوال هیوادونه د افغانستان د ثبات د تضمینولو مسئولیت لري.
خطیب زاده زیاته کړه: له افغان ډلو سره مرسته کوو چي په افغانستان کې پایداره سوله ټینګه کړي، لکه څرنګه چي د رهبری معظم رهبر وویل چي د ایران او د نړیوالو چلند څرنګوالې د راتلوونکې ادارې او د واک په سر د افغان ډلو له چلند سره تړاو لري، هر څومره چي هغوی مسئولانه چلند وکړي په همهغه کچه له ایران او له نړیوالو څخه به ور ځواب تر لاسه کړي.