د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه ډیر اهمیت لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105320-د_افغانستان_د_ګاونډیو_هیوادونو_غونډه_ډیر_اهمیت_لري
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د رئیسه پلاوي غړي علیرضا سلیمي ټینګار وکړ د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه اندیښنې ختمولی شي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 07, 2021 11:28 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه ډیر اهمیت لري

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د رئیسه پلاوي غړي علیرضا سلیمي ټینګار وکړ د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه اندیښنې ختمولی شي .

هغه وویل خبرې اترې کولای شي د افغانستان فضا د معقول کیدا په لور بوځي خو جدي اندیښنې شته او هیله کیږي چې دغه خبرې په داسې لور لاړې شي چې دغه اندیښنې ختمې شي .

سلیمي د ایران په چورلیزتوب سره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د اینټرنیټ لارې د غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل د ایران سیاست هماغه ډول چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه ای ټینګار درلود له ملتونو ملاتړ دی او حاضردمه اسلامي ایران د افغانستان د ملت په هکله اندیښمن دی .

د ایران د پارلمان د رئیسه پلاوي غړي علیرضا سلیمي وویل د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو خبرې اترې له یوې خوا د تاوتریخوالي د ختمولو او له بلې خوا د  افغانستان د ټول ملت د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره لاره هوارولی شي او د ایران د اسلامي جمهوریت دغه ایډیا(Idea) او ابداع ډیره مناسبه ده .

سلیمي وویل په افغانستان کښې د کومو خاصو خلکو نه بلکې د ټول ملت د حقوقو ملاتړ وشي .

هغه وویل هیله من یم چې د رایو د صندوقونو له لارې په افغانستان کښې مسائیل حل شي .