کرونا په ایران کښې ۵۰۵ تنه نور ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105434-کرونا_په_ایران_کښې_۵۰۵_تنه_نور_ووژل
د ایران روغتیا وزارت په هیواد کښې د کرونا له امله د ۵۰۵ تنه نورو د مړینې خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 09, 2021 15:47 Asia/Kabul
  • کرونا په ایران کښې ۵۰۵ تنه نور ووژل

د ایران روغتیا وزارت په هیواد کښې د کرونا له امله د ۵۰۵ تنه نورو د مړینې خبر ورکړ

د ایران روغتیا وزارت په هیواد کښې د کرونا له امله د ۵۰۵ تنه نورو د مړینې خبر ورکړ

د ایران روغتیا وزارت نن وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په ایران کښې په کوویډ۱۹ ناروغۍ اخته ۵۰۵ تنه مړه شوي دي چې ورسره د دې وژونکې ناروغۍ له امله د مړو ټولو شمیر ۱ لاک ۱۲ زره او ۹۳۵ تنو ته ورسید.

دغه وزارت هم داشان وویل چې له پرون نه تر ننه پورې په هیواد کښې ۲۶ زره ۸ سوه ۲۱ نوي کرونايي ناروغان معلوم شول چې ورسره د ناروغانو ټول شمیر ۵ میلیون، ۲ لاکه، ۳۷ زره او ۷۹۹ تنو ته ورسید.

رپورټ زیاتوي چې د کرونا ناروغۍ له راتلو راهیسې ۴ میلیونه ۴ لاکه ۸۱ زره او ۸۱۴ ناروغان ښه شوي دي او له روغتونه رخصت شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت د اعلان له مخې په تیر شواروز کښې په هیواد کښې ۹ لاکه ۵۸ زره او ۹۳۳ ډوزه له کرونا د مخنیوي واکسن لګول شوي دي.