سمندري ځواک،نړیوال استکبار له سټراټژيکو ابهماتوسره مخ کړی
د ایران دپوخ دسمندري ځواک د بیړیو پنځه اویایمه ډله چې د ایران سهند او مکران سترې بیړۍ هم پکې دي په سمندرونو او آزادو اوبو کې دکچ کونې له یو سل درو دیرشو ورځو او څلور څلویښت زره کلومیټر واټن په کچ کولو سره دایران د اسلامی جمهوریت د ټاټوبي سمندري حدودو ته بیرته راستنه شوې ده .
ایسنا خبری اژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ عمومي قوماندان سردار تورن جنرال سید عبدالرحیم موسوي نن د پوځ دسمندري ځواک د بیړیو د پنځه اویایمې ډلې دهرکلی په دستورو کې ووئیل، د ایران ددرستو قواؤ ستر قومانان دلومړي ځل لپاره د اطلس سمندرمینځ ته تلو آئيډیا تائيد کړې د ه .
دایران دپوځ عمومي قوماندان زیاته کړې ،د ایران دسمندري ځواک د جنوبی افریقا کې د اطلس سمندر تر تولو سختې او لیرې پراتې څوکې څخه (Cape of Good Hope)په ډيرو بدو موسمي شرائطو کې او دغه راز د دښمن په تر ټولو سختو سیاسی او نفسیاتي عملیاتو کې ورڅخه راتاؤ شول او اطلس سمندر ته وارد شول او داسلامی انقلاب د معظم لارښود او ددرستو قواؤ د ستر قوماندان فرمان ئې اجرائي کړ .
سردار تورن جنرال موسوي روښانه کړې ده،دغه تاریخي او په بشپړ ډول خپلواکه ماموریت او داسلامی جمهوری نظام او اسلامی انقلاب په برکت سره او د درستو قواؤ د ستر قوماندان په هوښیارو او په موقعې تدبیرونو سره ، دسمندري ځواک په جهادي اقدام، شجاعت او استقامت سره تحقق وموند او د اسلامی انقلاب د دوهم ګام دموخو په پوره کیدا کې یو مهم ګام ګڼل کیږي.
امیر موسوي ټينګار کړی ، دسمندري ځواک دغه سټراټژيک اقدام دنړۍ استکبار چې په سر کې ئې د امریکا ترهه ګر پوځ دی ، له سټراټژيک ابهام او لالهاندۍ سره مخ کړل .هغه ووئیل ددغه ماموریّت اجرا کیدا نړیوال استکبار ته وښودله ،د ایران دولس حق خبرې قدرت موندلی او د سمندر په لورد تمدني پاڅون لپاره ددغه ملت د ارادې دخرابولو هیڅوک قدرت نه لري او زیاتره بندیزونو د ایران د اسلامی جمهوریت توان لازیات کړی دی .
د ایران دپوخ دسمندري ځواک د بیړیو پنځه اویایمه ډله چې د ایران سهند او مکران سترې بیړۍ هم پکې دي په سمندرونو او آزادو اوبو کې دکچ کونې له یو سل درو دیرشو ورځو او څلور څلویښت زره کلومیټر واټن په کچ کولو سره دایران د اسلامی جمهوریت د ټاټوبي سمندري حدودو ته بیرته راستنه شوې ده .