په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور۴۸۷کسان قرباني کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105572
په تیر شواروز کې په ایران کې  نور یو میلیون  یولک  شل زره ډوزه  کرونا واکسن  پیچکاري شوی  دیاو دغه راز تر دې دمه په درست ایران کې  کابو پنځه دیرش میلیون  او اوه څلویښت زره  دوه سوه ډوزه کورونا واکسن پیچکاري شوی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 12, 2021 15:42 Asia/Kabul
  • په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور۴۸۷کسان قرباني کړل

په تیر شواروز کې په ایران کې  نور یو میلیون  یولک  شل زره ډوزه  کرونا واکسن  پیچکاري شوی  دیاو دغه راز تر دې دمه په درست ایران کې  کابو پنځه دیرش میلیون  او اوه څلویښت زره  دوه سوه ډوزه کورونا واکسن پیچکاري شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران د روغتیائی چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي  دي،په تیرو ۲۴ساعتونو کې  دکرونا په مرګوني ویروس باندې نور څلور سوه اوه اتیا ککړ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ او دغه راز  په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  یو لک څوارلس زره درې سوه یولس تنو ته زیات شوی دی .

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوي  د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس  په تیر شواروز کې  په درست هیواد کې په کرونا نور شل زره  دوه سوه شل کسان ککړ شوي  چې له دوي سره په ټول ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر پنځه میلیون دوه لکه پنځه نوي زره اته سوو تنو ته رسیدلی . 

  ددغه راپور په اساس ،  په تیر شواروز کې په ایران کې  نور یو میلیون  یولک  شل زره ډوزه  کرونا واکسن  پیچکاري شوی  دیاو دغه راز تر دې دمه په درست ایران کې  کابو پنځه دیرش میلیون  او اوه څلویښت زره  دوه سوه ډوزه کورونا واکسن پیچکاري شوی دی .