سعيد خطيب زاده:
د ايران ولسمشر تاجېکستان ته ځي
د ايران د خارجه وزارت وياند وويل:د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي د شانګهاي د ملګرتيا د تنظيم په سرمشريزه غونډه کښې د ګډون لپاره تاجېکستان ته سفر کوي.
سعيد خطيب زاده نن سحر د رسنيو له خاوندانو سره په خپله خبري ناسته کښې چې په آنلائن توګه ترسره شوه، هند ته د اميرعبداللهيان د سفر په اړه وويل: هند ته سفر په اېجنډا کښې شامل ؤ چې د شانګهاي د غونډې، تاجېکستان ته د ولسمشر د سفر او د بهرني سياست په ډګر کښې د څو مهمو غونډو په شمول له يو بل سره د اړوندو څو موضوعاتو په وجه هند ته د دغه سفر امکان نه ؤ او ټاکل شوې ده دغه سفر د نوي پروګرام مطابق اوشي.
هغه همدارنګ د عراق د وزيراعظم د سفر په دوران کښې د ايران د اربعين د ونډې د زياتېدو په باره کښې واضحه کړه،تهران ته د الکاظمي سفر د ايران او عراق د نزديو تعلقاتو په لړ کښې دے. د عراق وزيراعظم د سوګندله اوچتولو وروسته د وړومبني بهرني چارواکي په توګه ايران ته سفر وکړ.
له هغه سره يو لوړ رتبه پلاوے هم ؤ او د دواړ هېوادونو د ملګرتياو او د اجرا په حال کښې د پروژو په اړه غوره خبرې اترې ترسره شوې.
خطيب زاده د دې په بيانولو سره چې په دې سفر کښې د دواړو هېوادونوترمېنځ د وېزې سېسټم د اسانېدو په اړه خبرې اوشوې واضحه کړه،دواړه لوري کوشش کوي د اربعين ونډه زياته کړي. وړومبنۍ موافقه دېرش زره ايراني زائرين وو. له دې سفر نه مخکښې بيا په شپېته زره زائرينو موافقه اوشوه او په دې سفر کښې وټاکل شوه چې د دواړو لورو چارواکي دې دا موضوع وڅېړي او څو زره دې پکښې نور زيات شي.
هغه د دې په بيانولو سره چې ايران د عراقيانو لپاره د وېزې د ختمول تصويب کړي وو خو دا خبره د عراقي لوري له اقدام سره مشروطه وه وويل، وټاکل شوه چې دا کار د عراقي لوري لخوا د هوائي سفرونو لپاره ترسره شي.