ایران د افغان ولس په مرستې پسې دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105672-ایران_د_افغان_ولس_په_مرستې_پسې_دې
له افغانستان سره اوسنی ارتباط د افغانستان د خلکو د مرستې لپاره دی او کنسولی فعالیت ایران ته د درملنې لپاره د سفر کونکیو د مرستې لپاره ترسره کیږی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2021 01:22 Asia/Kabul
  • ایران د افغان ولس په مرستې پسې دې

له افغانستان سره اوسنی ارتباط د افغانستان د خلکو د مرستې لپاره دی او کنسولی فعالیت ایران ته د درملنې لپاره د سفر کونکیو د مرستې لپاره ترسره کیږی

 

د ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمیشن ویندوی عباس زاده مشکینی وویل د کمیشن په غونډه کې د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان وویل چی له افغانستان سره اوسنی ارتباط د افغانستان د خلکو د مرستې لپاره دی او کنسولی فعالیت ایران ته د درملنې لپاره د سفر کونکیو د مرستې لپاره ترسره کیږی .

ده زیاته کړه د افغانستان په وړاندې د ایران کړچار د افغان ولس مرسته او ملاتړ او د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره کوشش دې . ده وویل د ایران خارجه وزیر دغه ټکی ته هم اشاره وکړه چی اوسنۍ واکمنه ډله د افغانستان د واقعیت یوه برخه ده او  په خارجه وزارت کې د افغانستان کمیتۍ خپل کار پیل کړی دی .