په ايران کښې د کورونا وروستی اعدادوشمار اعلان شول
(last modified Wed, 15 Sep 2021 10:17:26 GMT )
Sep 15, 2021 14:47 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د کورونا وروستی اعدادوشمار اعلان شول

د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څخه د 452 نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا ادارې نن د يوې خبرتيا په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د کورونا له کبله  د 452 نورو کسانو په مړينې سره په هېواد کښې د دغو وائرسو له کبله د مړو شمېر يو لک پينځلس زره  619 تنو ته رسېدلےدے.

د دغې خبرتيا له مخې د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې ۱۹ زره  731   نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې دې سره په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۵ ميلينه  ۳  لکه ۶۰ زره   387  تنو ته رسېدلے دے.

د ايران د روغتيا وزارت په دغه خبرتيا کښې زيات کړه، تر اوسه 4 ميلين شپږ لکه څلورپنځوس زره او 558 تنه بيماران روغ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د هېوادونو د سرکاري اعداد و شمار له مخې تراوسه په دنيا کښې له ۲۲۶ ميلينو زيات کسان په کورونا وائرسو اخته شوي دي او له څلور ميلينه شپږ لکه ۶۴ زره تنه د دغې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي.