د ايران ولسمشر د تاجېکستان پائتخت دوشنبې ته لاړ دے
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د شانګهائي په غونډه کښې د ګډون او د دوو اړخيز کتنو لپاره د تاجېکستان پائتخت دوشنبې ته لاړ دے.
د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې سيد ابراهيم رئيسي چې دد شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د دوره اي مشر په توګه د تاجېکستان د ولسمشر امامعلي رحمان په رسمي بلنه د دغه تنظيم په سرمشريزه غونډه کښې د ګډون لپاره يې دغه هېواد ته سفر کړے دےد دغه ښار په هوائي ډګر کښې د تاجېکستان د وزيراعظم قاهر رسول زاده لخوا هرکلے اوشو.
دا د ديارلسم حکومت د مشر وړومبنے بهرنے سفر دے چې په دې دوران کښې د شانګهائي د تنظيم په سرمشريزه غونډه کښې د حاضرو پلاو له مشرانو سره ليدل کتل هم کوي.
رئيسي همدارنګ د تاجېکستان د ولسمشر په رسمي بلنه د شانګهائي په غونډه کښې له ګډونه وروسته له خپل تاجېک همرتبه سره دوه اړخيز کتنه هم کوي او د دواړو هېوادونو لوړ رتبه پلاوي په ګډو غونډو کښې د تعلقاتو د پراختيا لارې چارې څيړي.