په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړول ضروری دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105840-په_افغانستان_کې_د_پراخ_بنسټه_حکومت_جوړول_ضروری_دي
خطیب زاده پر دې په ټینګار سره چی افغانستان باید له ترهه ګرۍ پرته ډاډمن او امن ځای وی ، جوته کړه افغانان باید د خپل راتلونکی په اړه له بهرنۍ لاس وهنې پرته فیصله وکړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2021 10:20 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړول ضروری دي

خطیب زاده پر دې په ټینګار سره چی افغانستان باید له ترهه ګرۍ پرته ډاډمن او امن ځای وی ، جوته کړه افغانان باید د خپل راتلونکی په اړه له بهرنۍ لاس وهنې پرته فیصله وکړی

د ایران پریس له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارت ویندوی خطیب زاده نن په خبري غونډه کې د شانګهای د ملګرتیا سازمان په ترڅ کې د افغانستان په اړه د خبرو اترو په اړه وویل د دغو خبرو اترو نتیجې به ژر اعلان شی . 
خطیب زاده جوته کړه په دغه سفر کې د افغانستان په اړه د ایران د ولسمشزر سید ابراهیوم رییسی او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په وسیله بیلا بیل دوه اړخیزه مزاکرات ترسره شوی او دا موضوع د تاجیکستان د غونډې یو اصلی چورلیز وو .
خطیب زاده پر دې په ټینګار سره چی افغانستان باید له ترهه ګرۍ پرته ډاډمن او امن ځای وی ، جوته کړه افغانان باید د خپل راتلونکی په اړه له بهرنۍ لاس وهنې پرته فیصله وکړی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی وویل افغانستان باید د خلکو په فیصلې او ارادې سره همداراز د خپلو ګاونډیانو لپاره امن ځای وی .