ایران کښې څلورلکه خارجیانو ته د کورونا واکسین وهل شوي
(last modified Sat, 25 Sep 2021 06:12:22 GMT )
Sep 25, 2021 10:42 Asia/Kabul
  • ایران کښې څلورلکه خارجیانو ته د کورونا واکسین وهل شوي

د ایران د هلال احمر ټولنې(Red Crescent Society) مشر کریم همتي وویل په تیرو څو ورځو کښې په ایران کښې دیره څلور لکه(۴۰۰۰۰۰) خارجي وګړو د کورونا واکسینونه ترلاسه کړي دي .

هغه له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د د کورونا ضد واکسین په بحث کښې په ایران کښې دیره خارجي وګړي هم د ایران د ښاریزو په شان واکسین کیږي او د روغتیا د وزارت د شمیرنو پراساس  څلور لکه(۴۰۰۰۰۰) بهرنیو وګړو چې د هستوګنې کارتونه یې لرل تراوسه واکسین شوي دي .

د ایران د هلال احمر ټولنې مشر کریم همتي وویل وټاکل شوه غیر قانوني خارجي ښاریزو ته د واکسین د لګولو لپاره موقته هویت کارتونه صادر شي او د دغه کار لپاره نړیوال فیډراسیون یوشمیر پیسې په نظر کښې نیولي دي .

هغه وویل د دغو کسانو لپاره وټاکل شوه چې په پړاویز ډول له سلو (۱۰۰) څخه تر دوه سوه (۲۰۰) کسانو پورې وګړي  واکسین شي او د ایران هلال احمر دغه چمتووالی د روغتیا وزارت ته اعلان شوی .

کریم همتي وویل په تیرو څو ورځو کښې هره اونۍ ایران ته پینځه (۵) میلیونه ډوزه کورونا واکسینونه  رسیدلي دي او په روانې او راتلونکي میاشتې کښې هم د هلال احمر لخوا شپیته (۶۰) میلیونه نور واکسینونه  ایران ته واردیږي .

د ایران د هلال احمر مشر کریم همتي وویل د اوږدو سرحدونو او د هغه سیاسي حالت په دلیل چې په افغانستان کښې رامینځته شوی دی مکمنه ده چې ګڼ شمیر افغانان ایران ته راشي او د ایران د سرې میاشتې ټولنه (Red Crescent Society)هم په سرحدونو کښې دغو کسانو ته د واکسینونو د  لګولو لپاره ضروري چمتو والی لري .