د ایران پولو ته نږدې دجعلی صیهونیسټ رژیم شتون نه زغمو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106398-د_ایران_پولو_ته_نږدې_دجعلی_صیهونیسټ_رژیم_شتون_نه_زغمو
د ایران خارجه وزیر په دوام کې په دې په ټینګار سره چی ایران د اذربایجان جمهوریت ستر ګاونډې دې ، جوته کړه تهران د دې اندیښنه لری چی صیهونیسټان او ترهه ګر د اذربایجان جمهوریت لپاره خطره رامینځته کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2021 02:30 Asia/Kabul
  • د ایران پولو ته نږدې دجعلی صیهونیسټ رژیم شتون نه زغمو

د ایران خارجه وزیر په دوام کې په دې په ټینګار سره چی ایران د اذربایجان جمهوریت ستر ګاونډې دې ، جوته کړه تهران د دې اندیښنه لری چی صیهونیسټان او ترهه ګر د اذربایجان جمهوریت لپاره خطره رامینځته کړی .

د فارس خبري اژانس له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په یوه ټیلی ویژیونی پروګرام کې د ایران او اذربایجان جمهوریت ترمینځ د پیښو شویو ځینو مسلو په اړه د دواړو هیوادونود اړیکو د خرابولو لپاره د ترهه ګرو او صیهونیسټانو هڅې ته په اشارې سره وویل اسلامی ایران په حساسیت او پریکنده والی او په عین حال کې  دوستانه کتنې سره د اذربایجان جمهوریت په شمول د خپلو ګاونډیانو مسایل څاری  او تعقیبوي .

د ایران خارجه وزیر په دوام کې په دې په ټینګار سره چی ایران د اذربایجان جمهوریت ستر ګاونډې دې ، جوته کړه  تهران د دې اندیښنه لری چی صیهونیسټان او ترهه ګر د اذربایجان جمهوریت لپاره خطره رامینځته کړی .

امیر عبداللهیان په دغه پروګرام کې همداراز  له صیهونیسټ رژیم سره د بحرین په شمول د ځینو عربی هیوادونو د اړیکو عادی کولو ته اشاره وکړه او ویې ویل د بحرین واکوالان له خپلو خلکو سره د رابطې د ټینګولو پر ځای له یوه جعلی رژیم سره په اړیکو پسې دي .