ایران له اټومي انرژۍ د بریښنا د تامینولو کوشش کوي
د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي وویل چې ایران د اټومي انرژۍ له لارې د هیواد د بریښنا د پنځوس (۵۰) فیصده ضرورتونو د پوره کولو هڅه کوي .
محمد اسلامي د روسیې له اسپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کښې د ایران په دریو (۳) اټومي مرکزونو کښې په انساني سرچینې سره د یورانیمو د یوشمیر ذراتو د کشفیدا ادعا چې اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته یې راپور نه دی ورکړل شوی دروغ وبلله او ویې ویل تهران د یورانیمو پخولو ته دوام ورکوي خو هیڅکله به له پاخو شویو یورانیمو د اټومي وسلو د جوړولو لپاره استفاده ونکړي .
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي وویل هدف مو په اته زره (۸۰۰۰) میګاواټه ترکیبي ظرفیت سره د نویو اټومي بټیو په جوړلو سره له لس زره (۱۰۰۰۰) تر شپاړس زره (۱۶۰۰۰) میګاواټه بریښنا لپاره د ایران د تقاضې د پنځوس (۵۰) فیصده تامینول ټاکلي دی .
محمد اسلامي وویل لویدیځ هیوادونه نه غواړي نورو هیوادونه د اټومي انرژۍ په زمینه کښې پرمختللي ټیکنالوژۍ ته لاسرسی ولري او د هغوې له نظره په دې زمینه کښې ټول پرمختګونه او کشفیات باید د دوې تر کنټرول او څارنې لاندې وي .