د حماس د بهرنیو اړیکو له مسئول سره د امیر عبداللهیان لیدنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106586-د_حماس_د_بهرنیو_اړیکو_له_مسئول_سره_د_امیر_عبداللهیان_لیدنه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د حماس د غورځنګ د بهرنیو چارو له مسئول سره خبري اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2021 03:11 Asia/Kabul
  • د حماس د بهرنیو اړیکو له مسئول سره د امیر عبداللهیان لیدنه

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د حماس د غورځنګ د بهرنیو چارو له مسئول سره خبري اترې وکړې.

د ایران د بهرنیو اړیکو د وزارت د اطلاع رسونې د مرکز له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پنجشنبې په ماځیګر په بیرون کې د حماس د غورځنګ د بهرنیو اړیکو له مسئول اسامه حمدان سره خبري اترې وکړې.

حسین امیر عبداللهیان همدارنګه د امام موسی صدر د مېرمني او د شیعیانو د لوړي شورا د مشر عبدالامیز قبلان د وفات د امله د خواخوږۍ د څرګنډولو په موخه د امام موسی صدر د کورنۍ له غړو او د شیعیانو د شورا له مسئولینو سره خبری اترې وکړې.

هغه همدارنګه د د لبنان د ولسمشر، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، د پارلمان مشر او د فلسطین د اسلامي جهاد له یو شمېر مشرانو سره لیده کاته وکړه.