ایران او عربستان په ځینو موردونو کښې موافقې ته رسیدلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106622-ایران_او_عربستان_په_ځینو_موردونو_کښې_موافقې_ته_رسیدلي_دي
فارس خبري اژانس وايي د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې د تهران او د ریاض خبرې په سمه لاره کښې حرکت کوي وویل ایران او سعودي عربستان په ځینو موردونو کښې موافقو ته رسیدلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2021 13:09 Asia/Kabul
  • ایران او عربستان په ځینو موردونو کښې موافقې ته رسیدلي دي

فارس خبري اژانس وايي د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې د تهران او د ریاض خبرې په سمه لاره کښې حرکت کوي وویل ایران او سعودي عربستان په ځینو موردونو کښې موافقو ته رسیدلي دي .

هغه نن له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د سعودي عربستان او د ایران د خبرو په هکله وویل د دواړو هیوادونو خبرې په سمه لاره کښې روانې دي او مونږ ډیرو خبرو ته ضرورت لرو .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل ایران او عربستان په ځینو زمینو کښې موافقو ته رسیدلي دي او مونږ د دغو خبرو هرکلی کوو .

هغه وویل له سعودي عربستان سره د ایران خبرې د سیمې په ګټه دي او دغه رغنده خبرې دي او ایران او عربستان دوه (۲)مهمه هیوادونه دي او د سیمې د امنیت په تثبیتولو کښې اهمیت لرونکی رول لري .

هغه اټومي خبرو ته په اشارې سره ټینګار وکړ مونږ به خپل وخت په خبرو سره ضایع نکړو او که چیرې امریکا اټومي موافقې ته د ستنیدا لپاره جدي وي مونږ په دغه مسلې باندې حساب خلاصولی شو .