د امریکا ناروا یواړخیزاقدامات د نړیوالو حقوقود اصولو خلاف ورزي ده
ایران له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا یو اړخیزې اوغیر قانوني وتنې له امله د محدودیتونو پشمول ،له ډيرو دباؤنو او محدودیتونو سره سره ، سرلوړۍ او له امیده ډک راتلونکي د جوړولو لپاره دوه چنده هڅې ته دوام ورکړی دی.
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، په ملګروملتو کې د ایران دایمی سفیر او استاذي مجید تخت روانچي د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ د دوهمې کمیټې په عمومي ناستې کې ووئیل په اوسنیو شرائطو کې او په داسې حال کې چې د سلامتیا او روغتیا بې مخینې بحران بشري ټولنې راګیرې کړي دي ،غیر اصولی او قهرجنو یو اړخیزو اقداماتو غوره کولو په اساسی توګه د هیوادونو دسلامتیا سسټمونه په نښه او فلج کړي دي چې دغه اقدام پر دې سربیره چې د بشریّت په ضد یو جنایت حسابیږي ، د پراختیا له موخو سره هم په تضاد کې دی .
تخت روانچي په دې خبرې په ټينګار سره چې د ګوته په شمیر هیوادونو غیر عادلانه ، ناروا او غیر قانوني کړچارونو، ،څو اړخیز پالنه هغه هم په داسې شرائطو کې چې نړۍ تر ټولو زیات ضرورت ورته لري ، ګواښي او کمزوري کوي ئې ، زیاته کړې ده ، دم ګړۍ دبشریّت په وړانډې تر ټولو مهم چیلنج د پراختیا ضد او ودې ضد، ورانکار ا و مرګوني دوه ویروسونه ،یعني کرونا او د قهرجن او سپین سترګي یو اړخیز اقدامات دي .
په ملګروملتو کې د ایران دایمی استازي د اسلامی ایران په ضد دا مریکا غیر قانوني او یو اړخیزو بندونو ته اشاره وکړه او وې وئیل ، ایران له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا یو اړخیزې اوغیر قانوني وتنې له امله د محدودیتونو پشمول ،له ډيرو دباؤنو او محدودیتونو سره سره ، سرلوړۍ او له امیده ډک راتلونکي د جوړولو لپاره دوه چنده هڅې ته دوام ورکړی دی.