د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106644-د_ایران_او_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ توده سلامه ومنئ اوس به د ایران او څو نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2021 07:56 Asia/Kabul
  • د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ توده سلامه ومنئ اوس به د ایران او څو نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به  لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو چې مهم سرټکي یې څه دي .

()

د افغانستان په قندوز ولایت کښې په تیرې جمعې ورځ  د شیعه مسلمانانو په یوه (۱) جومات کښې د لمانځه په وخت د داعش ترهګرې ډلې په بم چاودنې کښې کابو سل (۱۰۰) لمونځ ګزار شهیدان او څه د پاسه دوه سوه (۲۰۰) نور ژوبل شوي دي .

د اروپايي اتحادیې په قوانینو باندې د داخلي قوانینو د بره بللو په اړه د پولینډ د اساسي قانون د محکمې حکم جنجال رامینځته کړ  په دې ډول چې لومړي وزیر یې دې ته اړ کړ چې ووايي د انګلستان په شان له اروپايي اتحادیې څخه د وتلو اراده نلري .

د بحرین د ال خلیفه رژیم امنیتي ځواکونو په منامې ښار کښې له صهیونیسټي اپارتائیډ رژیم سره د اړیکو د عادي کیدا پرضد د خلکو مظاهرې په سخته ځپلي دي .

د ملګروملتونو د بشري حقوقو شورا په یمن کښې د جنګي جنایت په رامینځته کیدا د غور په هکله د خپلواکه پلټونکو د ماموریت له بندیدا سره موافقت وکړ.

ملګري ملتونه د سعودي عربستان په ډالرو باندې اړونده دي .

ملګري ملتونه په تیرو اته اویا (۷۸) میاشتو کښې تل د یمن د خلکو پرضد د جنایت یو(۱) اصلي تورن دی او دغه اداره  په چپتیا او په ځینو موردونو کښې د سعودي عربستان له ائتلاف سره په ملګرتیا کولو سره د یمن د بې ګناه خلکو د وژل کیدا  سبب شوي ده .

په ترهګرۍ باندې د سوریې له بریالیتوب او د اروپايي هیوادونو له ماتي خوړلو وروسته د دمشق په لور د لویدیځو هیوادونو د سیاست د بدلیدا په هکله د سوریې د خارجه وزیر  فیصل مقداد له اعلان سره په یووخت واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم ولیکل امریکا له خپلو متحدانو غوښتي دي د دمشق له حکومت سره د اړیکو د عادي کولو بهیر غوره کړي .

د عراق پینځویشت (۲۵) میلیونه خلک نن د پارلمان په انتخاباتو کښې ګډون کوي او له پرون څخه د خاصو ډلو لپاره د رایو اچول پیل شوي دي .

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر «زیاد نخاله» د دغه ګوند د جوړیدا د کلیزې په مراسمو کښې له صهیونیسټ رژیم  سره د مبارزې په واجب والي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه له صهیونیزم سره مبارزه د لمانځه په شان واجب ده .

زیاد نخاله وویل صهیونیزم د تاریخ خځله ده او له صهیونیسټ قاتلانو سره مبارزه د لمانځه په شان واجب ده .

د امریکا او د روسیې ترمینځ ډيپلوماټیک جنګ تود شوی او واشنګټن د ماسکو درې سوه (۳۰۰) ډیپلوماټان وباسي .

د امریکا د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوندونو د مشرانو جرګې غړیو له ولسمشر بایډن غوښتي دي په روسیې کښې په ډیپلوماټیکو ځایونو کښې  د فعالیت لپاره د امریکا ښاریزو ته د ډیرو ویزو د نه ورکولو په بڼه کښې له امریکا د روسیې درې سوه (۳۰۰) ډيپلوماټان وباسي .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په دنیا کښې د کورونا واکسین په نابرابره او احمقانه ویش باندې د سختې نیوکې په ترڅ کښې د دغه مشکل د حل کولو لپاره د پراختیایې هیوادونو لخوا د اته (۸) میلیارډه ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه .

په نایجریا کښې ناپیژاندو وسله والو کسانو په  «زامفارا» ولایت کښې په «کوار ناموندا »سیمه باندې برید سره نولس (۱۹) کسان ووژل او یوشمیر کورونه یې وسوځول .

ناپیژاندو وسله والو کسانو دغه راز له یوشمیر لمونځ ګزارو چې په «کاتسینا »ولایت کښې له جومات څخه د ستنیدا په حال کښې وو ډزې وکړې او لس (۱۰) کسان يې ووژل او یوشمیر نور یې ژوبل هم کړل .

د الجزایر پرضد د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون څرګندونو د الجزایر د خلکو غصه راپارولي ده او ټولنیزو فعالانو د یوشمیر هیشټګونو په کارولو  سره د فرانسې د جوړو شیانو د بایکاټ غوښته کړي ده .

د سعودي عربستان ال سعود رژیم یو(۱) سیاسي بندي مسلم بن محمد المحسن اعدام کړ .

د عربستان د کورنیو چارو وزارت وویل دغه بندي په ترهګرې ډلې کښې فعالیت لرلی .

خو د مسلم بن محمد الحمسن کورنۍ ویلي دي چې هغه د عربستان د امنیتي ځواکونو پرضد هیڅ ډول عملیاتو کښې ګډون نه دی کړی او د عربستان رژیم دروغ وايي .

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو  اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو .

()

د افغانستان په کندوز ولایت کښې د شیعه مسلمانانو په یوه (۱) جومات کښې د لمانځه وخت زورورې بم چاودنې کښې شپیته (۶۰) کسان شهیدان او یوسل څلویښت (۱۴۰) نور ژوبل شوي .

د تیونس هیواد په لسګونو خلکو د خپل هیواد ولسمشر «قیس سعید» له ځانګړو فیصلو سره د مخالفت د څرګندولو لپاره پراخې مظاهرې وکړې .

د ترکیې د «میټروپل »شرکت د نظر سنجې پایلې وايي چې د ترکیې خلک صهیونیسټ رژیم لومړی (۱) لمبر دښمن او امریکا دوهم (۲) لمبر دښمن ګڼي .

د یمن په صعده ولایت کښې په  «الرقو »سرحدي سیمې باندې د سعودي عربستان د توپونو په ډزو کښې پینځه (۵) کسان ووژل شول او یولس (۱۱)نور ژوبل شول .

د امریکا د نړیوالو اړیکو مشهور استاد او نظریه وړاندې کونکي اسټیفان والټ په یوه(۱) یادښت کښې د ایران پرضد د واشنګټن د زیات دباو د سیاست بیا ماتي  خوړلو ته په اشارې سره وویل اوسنی ولسمشر جوبایډن د پخواني سیاست د اجرا کولو په حال کښې دی .

د امریکا فارن پالیسي مجلې په یوه (۱) راپور کښې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان نامناسب جسمي حالت په هکله ځینو سندونو او مدرکونو ته په اشارې د ولسمشرۍ لپاره د هغه د بیا کاندید نه کیدا د احتمال خبر ورکړ او ویې ویل اردوغان مریض دی .

د تاجیکستان او د افغانستان د طالبانو ترمینځ د تاوتریخوالو له زیاتیدا سره په یووخت دغه ډلې د تاجیکستان سرحد ته نږدې د افغانستان شمال ختیځ ته ځان وژونکو غونډونو چې په ډول ډول وسلو سمبال دي د استولو خبر ورکړ .

د طالبانو ځايي چارواکو هم ویلي دي د بدخشان ولایت په شمول په شمال ختیځو ولایتونو کښې ځان وژونکي غونډونه او ډلې جوړې شوي دي .

()

ډیرو قدرمنو اوریدونکو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

()

د بریتانیا  ګارډین ورځپاڼې په خپل یوه (۱)مطلب کې په افغانستان کې د بند پاتې شویو انګلستاني وګړو په اړه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي په کابل کې دا بند پاتې شوي بریتانویان د انګلستان پر حکومت نیوکه کوي چې دوی یې په بد امنیتي وضعیت کې بې‌ برخلیکه پرېښودل.

له دغې ډلې شل (۲۰)تنه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې له کابل څخه  بهر په یوه ځای کې راغونډ شول او له افغانستان څخه  ‌یې د ځان د ایستلو لپاره د بریتانیا حکومت ته غوښتنلیکونه واستول.

په یاده ډله کې انجنیران، د ټیکسي چلوونکي، د رستوران  کارکوونکي، د سرطان ناروغۍ بیالوژسټان، د انفارمیشن ټیکنالوژۍ  متخصصان او سوداګر شامل دي.

د ګارډین په وینا دا ډله اکثراً له هغو افغان کډوالو جوړه شوې چې ۲۰ کاله پخوا  یې بریتانیا ته پناه وړې وه او اوس بریتانیوي پاسپورټونه لري.

ورځپاڼه کاږي چې دا کسان له مني مخکې کابل ته تللي ول څو وکولای شي د طالبانو په لاس د کابل له لویدو مخکې خپل خپلوان مصون ځای ته انتقال کړي.

د بریتانیا حکومت  ویلي هڅه کوي دا کسان په مصون ډول لومړی د قطر  پلازمینې  دوحې او له هغه ځایه بیا انګلستان ته ولېږدوي او په همدې مقصد یې د طالبانو له چارواکو سره خبرې پیل کړې دي.

()

د امریکا  کونسیل ان فارین ریلیشن (Council on Foreign Relations) نشریي  په افغانستان کې د امریکا پر جګړې لینکه کړې او د دغې جګړې په اړه  ‌یې د عامو امریکایانو د پخوانیو  او اوسنیو  نظرونو  توپیر راخیستی دی.

نشریه لیکي چې امریکا  شل (20) کاله مخکې په افغانستان کې د طالبانو پر پټن‌ځایونو هوايي حملې وکړې او د امریکا د تاریخ اوږده جګړه پیل شوه.

هغه وخت عام امریکایان سره له دې چې پوهېدل دا جګړه به اوږده شي  خو ترې یې ملاتړ وکړ.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر د میاشتې د یولسمې (۱۱)نیټې  حملو زمینه دې ته برابره کړه چې د امریکا  حکومت په افغانستان کې د ټروریسټانو  د ځپلو په هدف د اقداماتو فیصله  اعلان کړي او هغه مهال  ‌یې د  امریکا اکثرو ښاریزو  ملاتړ وکړ.

نشریه وايي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د سپټمبر  د یولسمې (۱۱) نیټې د حملو له پېښې دوه(۲) ورځې وروسته د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یوه(۱) نظر پوښتنه ترسره کړه چې په‌کې ۹۳ فیصده  امریکایانو د طالبانو پر ضد د جورج بوش حکومت د حملو ملاتړ کړی و .

په هغه نظر پوښتنه کې له هرو ۱۰ کسانو څخه له ۸ زیاتو یې ویلي وو چې دې سره موافق دي، څو افغانستان ته امریکايي پوځیان  واستول شي او دا چاره سبب شوه  چې امریکا په افغانستان کې اوږدمهالې جګړې سره مخ کړي.

د روان ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په ۱۶مه نېټه د «AP-NORC» مرکز یوه (1)تحقیقاتي نظر پوښتنه کړې او ښيي چې دوه شپیتو (۶۲) فیصده  امریکايانو په افغانستان کې جګړه بې‌ارزښته بللې ده.

۵۷ سلنه جمهوري‌پالو او ۶۷ سلنه ډیموکراټانو په دغه سروې او نظر پوښتنه کې برخه اخیستې.

همدا راز د «PEW» تحقیقاتي مرکز یوه(1) تازه نظر پوښتنه وايي  چې ۶۹ سلنه امریکایان په دې باور دي چې هیواد یې د افغانستان په جګړه کې خپلې موخې ته نه ‌دی رسېدلی.

کونسل ان فارین ریلیشن مجله  زیاتوي چې په افغانستان کې د امریکا په ۲۰ کلنه جګړه کې ۲۴۰۰ امریکايي عسکر او ۴۶۳۰۰ افغان پوځیان وژل شوي او ۲،۳ تریلیون ډالره لګېدلي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو د ایران او نړیوالو ورځپانو ته کتنه پاې ته ورسیده له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ .