اروپايي هیوادونو د ایران په هکله ژمنې نه دي عملي کړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیسیون مشر وحید جلال زاده د امریکا د بایکاټ د سیاستونو په مقابل کښې د اروپايي هیوادونو په تیره بیا د سویزرلینډ د خپلواکۍ غوښتنه وکړه او د ایران په وړاندې د اروپايي هیوادونو په ژمنو ماتولو یې نیوکه وکړه .
د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون مشر وحید جلال زاده پرون د سویزرلینډ د ملي پارلمان له مشر «انداراس اییبي »سره په کتنه کښې د امریکا د بایکاټ د سیاستونو په وړاندې د اروپايي هیوادونو په تیره بیا د سویزرلینډ خپلواکۍ لرل د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا ضرورت وباله او ډاګینه یې کړه نړۍ نن سبا د قدرتمنو هیوادونو له دوه ګونه معیارونو کړیږي او د ایران پرضد د امریکا ظالمانه بایکاټونه د دغه ناسم او د غیر منطقي سیاست نتیجه ده .
جلال زاده زیاته کړه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په بیلابیلو راپورونو کښې د ایران اټومي فعالیت سوله ییز بللی او خو زور ویونکي قدرتونه په دغو راپورونو باندې د سترګو په پټولو سره له صهیونیسټ رژیم څخه چې اټومي خولۍ لري خپل ملاتړ ته دوام ورکوي .
د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون مشر جلال زاده په دوام کښې د سیمې د بدلونونو په تیره بیا د افغانستان د کډوالو په هکله وویل د ایران اسلامي جمهوریت څلویښت (۴۰) کاله کیږي چې د افغانستان د کډوالو کوربه دی او په دغه برخه کښې فعالې نړیوالې ادارې باید بشر دوستانه مرستو ته ژمنې ووسي .