د ایران او د پاکستان پوځي چارواکو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106842-د_ایران_او_د_پاکستان_پوځي_چارواکو_خبرې_وکړې
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د پوځ لوی درستیز او د پاکستان د پوځ مشر د سیمې د بدلونونو ، د افغانستان د حالاتو ، د پوځي او دفاعي اړیکو د او د ګډو سرحدونو د امنیت د پیاوړتیا په هکله سلامشوره وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2021 11:38 Asia/Kabul
  • د ایران او د پاکستان پوځي چارواکو خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د پوځ لوی درستیز او د پاکستان د پوځ مشر د سیمې د بدلونونو ، د افغانستان د حالاتو ، د پوځي او دفاعي اړیکو د او د ګډو سرحدونو د امنیت د پیاوړتیا په هکله سلامشوره وکړه .

د ایران د پوځ لوی درستیز محمد باقري نن د پاکستان دد پوځ د ګډې کمیټۍ له مشرجنرال ندیم رضا سره خبرې وکړې .

د ایران او د پاکستان د لوړرتبه پوځي پلاویو په دغه کتنې کښې په پاکستان کښې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني او په پاکستان کښې د ایران پوځي اتاشي ډګروال مصطفی قنبرپور ګډون درلود .

د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري او د پاکستان د پوځ د ګډې کمیټۍ مشر جنرال ندیم رضا په دفاعي ، پوځي ، امنیتي او سرحدي حوزو کښې د پاکستان او د ایران په دوه اړخیزه اړیکو او د افغانستان په شمول د سیمې د بدلونونو په هکله غور وکړ .

د ایران د لوړرتبه پوځي پلاوي غړیو نن د پوځ د لوی درستیز ژنرال محمد باقري په مشرۍ د پاکستان د پوځ په مرکز کښې د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې وکړې .

د ایران د پوځ لوی درستیز او ورسره پلاوی به دغه راز د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم کتنه وکړي .