ټولو ته د امام حسن عسکري عليه السلام د شهادت تسليت وايوو
نن د رپيع الاول يا وړومبۍ خور د مياشتې اتمه نېټه د امامت او ولايت د يولسم ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت کليزه ده.
د امام حسن عسکري (ع) قدرمن پلار حضرت امام علي نقي (ع) د خداے د ګران رسول (ص) له اهلبېتو عليهم السلام څخه ؤ او مور بي بي يې يوه عالمه، بافضيلته او د خلقو خېرخوا مېرمن وه.
امام حسن عسکري (ع) د پلار بزرګوار له شهادته وروسته د مسلمانانو ديني مشري او امامت په غاړه واخېست.
د دغه قدرمن امام د نهويشتو کلونو عمر په دريو دورو وېشل کيږي. وړومبۍ ديارلس کلنه دوره يې په مدينه منوره کښې تېره کړه، دويمه لس کلنۍ دوره يې په سامرا کښې له امامت نه مخکې دوره ده او دريمه دوره تقريباً شپږ کاله يې د امامت دوره ده.
او په داسې يوه ورځ هم په سامرا کښې په زهرو سره شهيد کړې شو.
مونږ د ايران د اسلامي جمهوريت د رېډيو او ټيلي ويژن ادارې لخوا د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بيا تاسو قدرمنو اورېدونکو ته د حضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت تسليت وايوو.