د ایران استخباراتود افغان ښاریزو پرضد اوازې دروغ وبللې
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزارت د دغه وزارت لخوا په اینټرنیټ پاڼو باندې د افغانستان د ښاریزو پرضد د ځینو خبرونو او د اوازو خپرید دروغ وبلل .
د ایران د استخباراتو وزارت وویل د دغه وزارت لخوا په اینټرنیټ پاڼو او ټولنیزو سایټونو کښې د افغانستان د ښاریزو پرضد د ځینو خبرونو او اوازو خپریدل حقیقت نلري .
په دغه خبر کښې ویل شوي دي د ایران د استخباراتو د وزارت لخوا په ټولنه کښې د افغانستان د ښاریزو په هکله د ویرې د رامینځته کولو او د خبرداري په هکله په اینټرنیټ سایټونو کښې د افغانستان د ښاریزو پرضد د ځینو مطلبونو او د اوازو خپریدل هیڅ رښتیاوالی نلري .
د ایران د استخباراتو وزارت ټینګار وکړ چې د دغه وزارت د خبرونو د رسولو یوازنۍ مرجع د عمومي اړیکو او د اطلاعاتو مرکز دی او هر ډول خبرونه ، اطلاعیه او خبرداری وغیره د ډبلیو، ډبلیو ، ډبیلو ټکی واجا ټکی ایي ار(www.vaja.ir) سایټ لخوا خپریږي .